د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده ویلي، د افغاانستان ټول سیاسي اړخونه باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او مذاکرات پیل کړي.
سعید خطیبزاده ویلي، ایران له ټولو سیاسي اړخونو سره په اړیکه کې دی او د یو ټول ګډونه حکومت ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د پنجشنبې په ورځ تهران ته د سفر پر مهال د افغانستان په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.