Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تشناب نړیواله ورځ؛ کابل ښاریان د معیاري تشنابونو له کمښت شکایت کوي

د تشناب نړیواله ورځ؛ کابل ښاریان د معیاري تشنابونو له کمښت شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د نومبر۱۹مه د تشناب له نړيوالې ورځې سره سمون لري. سږ کال د دې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو د ځمکې لاندې اوبو د خوندي ساتلو لپاره د تشنابونو او فاضلابو اړوند زېرمو پر معياري کولو ټينګار کړی.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د غیر معياري تشنابونو او د فاضلابو تر ځمکې لاندې زېرمو له امله، د ځمکې لاندې اوبه ککړې شوې.

د دغه سازمان په خبره، د تشنابونو له امله د ځمکې لاندې اوبه تر ډېره مخ پر ودې هېوادونو کې ککړې شوې دي.

د مخ پر ودې هېوادونو له ډلې افغانستان هغه ځای دی، چې د وروستيو لسيزو پرمهال په کې د ښارونو چټکه پراختیا راونه ده؛ خو لا هم د منظم کانالیزاسيون او د تصفيې سيسټم د نه لرلو له امله، ستونزو سره مخ دی.

د کابل اوسېدونکي شکايت کوي چې ډېری کسان د تشنابونو نه شتوالي له امله د سړکونو او لارو په څنډو کې حاجت رفع کوي او دې کار د ښار چاپېريال ککړ کړی.

دوی وایي، له یوي خوا خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او له بلې خوا سرپرست حکومت هم د معياري تشنابونو د جوړولو په برخه کې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی.

دوی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د ښار په یو شمېر سیمو کې تشنابونه زیات کړي، ترڅو خلک د سړک او واټونو په څنډو کې له حاجت رفع کولو ډډه وکړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « هو! دا کار بې فرهنګي ده، خو خلک هم  ستونزه لري. کله چې تشناب نه وي خلک اړ دي چې هرځای خپل حاجت رفع کړي. باید دولت تشنابونه جوړ کړي ترڅو خلک د سیند په ځنډو او نورو ځایونو کې تشناب ونه کړي.»

په افغانستان کې د منظم کانالیزاسیون نه شتون له امله، د کابل په شمول نورو ښارونو کې هم ودانیو جوړوونکو افرادو او شرکتونو د تشنابونو او چټلو اوبو نلونه کوڅو او ښاري ویالو ته ور خوشې کړي. همدارنګه، په ودانیو کې جوړ شوي سپټیک څاه ګانې هم معیاري نه دي، په ټاکلي وخت نه خالي کېږي او تر ډېره په ځمکه کې د جذبېدو مخنیوی یې نه دی شوی.

ورته مهال، د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښار په ډېری سیمو کې ښاري تشنابونه شته او راتلونکي کال کې هم پلان دی چې شاوخوا ۴۰ بابه نوي تشنابونه د خلکو د ستونزو د حل په موخه جوړ شي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « لکه څرنګه چې ښاریان په جریان کې دي، دا مهال د کابل ښار کې له ۴۱ بابو ډېر تشنابونه فعالیت لري. کابل ښاروالۍ روان کال هم له ۴۰ بابه ډېرو تشنابونو د جوړولو پلان لري. همدارنګه، هغه ټول مارکېټونه او بلند منزلونه چې د کابل ښار په داخل کې جوړېږي، په ځانګړې توګه هغه ځایونه چې عمومي دي یا مارکېټونه دي، تشنابونه لري او باید ښاري تشنابونه ولري.»

د معیاري تشنابونو کموالی او د فاضلابو د مدیریت لپاره د منظم سیسټم نه شتوالي نه یوازې دا چې د ښار ښکلا پیکه کړې، بلکې د خلکو روغتیا ته یې هم جدي خطرونه پېښ کړي دي.

روغتیا پالانو په وار وار له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې له جګړې وروسته زیات خلک د ککړې هوا او ککړ چاپېریال له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist