د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خوست ولایت کې د حسن قرائت د فارغانو یوې غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، د ولس او سرپرست حکومت ترمنځ د شته ستونزو او فاصلو د ختمولو لپاره د درېیمګړي رول لوبولو ته اړتیا نه شته دی.
خلیفه سراج الدین حقاني دغه راز د هېواد اوسني حالات د ډاډ وړ ګڼي او زیاتوي چې سرپرست حکومت د خلکو هېڅ حق نه دی تلف کړی.
هغه په دې اړه وايي: « له دې ټولو ستونزو سره، هغه نیمګړتیاوې چې د ملت او نظام ترمنځ یې فاصله رامنځته کړې، هغه دومره فاصله نه ده چې په موږ کې یو بهرنی درېیمګړی ځان ځای کړي او زموږ د ستونزو په اړه فیصله وکړي. الحمد الله اوس هم یو تر بله اعتماد موجود دی.»
همدارنګه حقاني په خپلو خبرو کې ویلي، له هېوادونو سره د خپلو ګټو او د حکومت پالیسيو په رڼا کې متقابلې اړيکې او تعامل غواړي.
نوموړی دغه راز زياتوي، افغانان خپل منځ کې ستونزې نه لري او ټینګار کوي چې په هېواد کې ډلبازي او زورواکي پای ته رسېدلې او هېڅوک دې د بل چا د ګټو لپاره ځان نه مطرح کوي.
هغه زیاته کړې: « موږ ته د یوه هېواد رابطه تر خپلو منافعو نه ده مهمه؛ موږ د خپلو ګټو او منافعو په مقابل کې له هېوادونو سره اړیکو جوړوو. کله چې له یوه هېواد سره رابطه جوړوم، زه به ځان د هغه هېواد استازی نه بولم، بلکې زه به ځان د خپل هېواد استازی وبولم.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې شته ستونزې دومره لويې نه دي چې د خبرو له لارې دې حل نه شي.
د هغه په خبره، تېرو ۲۰ کالو کې ځېنو هېوادونو د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم شیندلی و او سرپرست حکومت هڅه کړې چې په هېواد کې د بې اعتمادۍ فضا پای ته ورسوي.