Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانونو او پټرولیم وزارت: د روس او چین د نفوذ په تړاو اندېښنې بېځایه دي

د کانونو او پټرولیم وزارت: د روس او چین د نفوذ په تړاو اندېښنې بېځایه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله، چین او روسیې د سیاسي اړیکو ترڅنګ له سرپرست حکومت سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او ټینګښت هڅه کړې.

که څه هم د مس عینک او قشقري له څاه ‌ګانو د نفتو پر استخراج سربېره له یو شمېر چینايي شرکتونو سره ګڼ لوی او کوچني قراردادونه لاسلیک شوي؛ خو په افغانستان کې د روسي شرکتونو د پانګونې موضوع نوې خبره ده.

تازه د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روسي پانګوالو یوه پلاوي افغانستان ته په خپل وروستي رسمي سفر کې د نفتو او ګازو د استخراج تر څنګ، په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « موږ عملا ًپه ځینو برخو کې له چینايي شرکتونو سره قراردادونه لرو. په دې کې ځینې د تېرې ادارې قراردادونه وو چې کارونه یې ځنډېدلي وو او اوس بېرته پيل شوي؛ یو شمېر قراردادونه د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته له چینايي کمپنیو سره شوي. روسي شرکتونو او پانګوالو هم د افغانستان د کانونو په برخه کې لېوالتیا ښودلې، په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په برخه کې. وزارت عملا ً له یو شمېر روسي شرکتونو سره په خبرو بوخت دی. هیله لرو چې یوې نتیجې ته ورسېږو او دوی سره هم قراردادونه ولرو.»     

افغان له چیني شرکتونو سره د لاسلیک شویو پروژو د عملي چارو د پیل په تړاو وايي، دا مهال له یاد هېواد سره ګڼې لاسلیک شوې پروژې په اکتشافي او عملي پړاو کې دي.

دغه راز افغان د پانګونې او اقتصادي راکړه ورکړې له لارې په افغانستان کې د چین او روسیې د نفوذ مساله ردوي او وايي، د یادو هېوادونو ترڅنګ، لوېدیځ هېوادونه هم کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ترسره کړي.

هغه په دې اړه وايي: « افغانستان زموږ هېواد دی او کانونه یې زموږ سرمایه ده او موږ د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تعامل کوو. که دا چیني، روسي، غربي یا بل هر څوک وي. د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره ده او داسې څه نه شته چې له یوه هېواد سره تعامل وي او بل سره نه وي. هر هېواد او هره کمپنۍ چې راځي، موږ ښه راغلاست ورته وایو او همکاري ورسره کوو.»

که څه هم د اقتصادي چارو شنونکي له دغو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ساتل په اوسنیو شرایطو کې حیاتي بولي، خو  بیا له اسلامي امارت له هېوادونو سره په اړیکو کې د تعادل او بیلانس پرساتلو هم ټینګار کوي.

د دوی په باور، له یو یا څو مشخصو هېوادونو سره یو اړخیزې اړیکې او تعاملات کولی شي د لوېدیځ او سیالو هېوادونو حساسیتونه را وپاروي او په خبره یې دغه کار کولی شي بیا ځل افغانستان د منفي رقابتونو په ډګر بدل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: « هم روسیه او هم چین په افغانستان کې امنیتي او سیاسي تعریفونه لري او په دویم ګام کې بیا اقتصادي خبرې لري. زه فکر کوم هغه حرکتونه چې دوی یې له اقتصادي پلوه ترسره کوي، په حقیقت کې د هغو سیاسي حرکتونو د پټولو لپاره دي چې غواړي دلته یې تطبیق کړي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی نورالله عزیز وايي: « کله چې په افغانستان کې نړیواله پانګونه کېږي، د دې لپاره مهمه ده چې د هغه داخلي ګټورتوب، د هغه نړیوال ګټورتوب، د هغه تأثیرات پر نړیوالو اړیکو باندې، د هغه تأثیرات له ګاونډیانو سره پر اړیکو باندې و ارزول شي. له دې وروسته هره هغه پانګونه چې د افغانستان لپاره ډېر ګټورتوب لري، هغه باید انتخاب شي.» 

د اقتصادي چارو شنونکو په اند، دا چې چین او روس اوس مهال د نړۍ له سترو اقتصادي او نظامي هېوادونو دي، نو له دغو هېواد ونو سره د سیاسي تعاملاتو او اقتصادي اړیکو غځول کولی شي د افغانستان د اقتصاد پر وړو او لویو شاخصونو د پام وړ اغېز ولري.

د دوی په نظر، دا مهمه ده، چې له دې هېوادونو سره د قراردادونو په لاسلیک کولو کې ملي ګټې په پام کې ونیول شي او د پروژو له عملي چارو څارنه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist