Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې

admin by admin
2021/08/22

د ناټو غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزيران وايي، د روانو شرايطو له امله يې له افغان چارواکو سره خپلې ټولې مرستې ځنډولې دي.

دوی  افغانستان کې پر ټولو غاړو غږ وکړ،چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره دې کار وکړي.

د یاد سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانه وايي، افغانستان کې هر راتلونکی حکومت بايد نړيوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي.

د دوی غوښتنه دا ده،چې  د ښځو  او لږکيو په ګډون ټول په کې برخه ولري او افغانستان بيا هېڅکله د ترهګرو لپاره د خوندي پټن ځای په توګه ونه کارول شي.

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې له طالبانو غوښتل شوي،له کابله د بهرنيو وګړو او هغو افغانانو ته چې غواړي له دې هېواده ووځي، د وتلو اجازه ورکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ په افغانستان کې له هغو کسانو،چې په واک کې دي،غوښتنه کوو،چې کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر په ګډون د دوی د خوندي او منظم اېستلو درناوی وکړي او اسانتياوې ور برابرې کړي.»

اخوا د  د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي٬ نړیوال د خپلو غوښتنو لپاره،چي په طالبانو باندي یې ومني،همدا د مرستو وروستۍ بسته ده،چې غواړي پر طالبان فشار راولي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شعور نیازی وايي:«  دا جوته ده،چې خامخا به نړیوال د دې لپاره،چې خپلې پروژې، اهداف، د خپلو ګټو لپاره خپلې پرېکړې د ا فغانستان پر چارواکو او په ځانګړې توګه په طالبانو ومني. دوی په لاس کې همدا یوه وسله ده،کومې مرستې چې کوي، دوی به ګواښوونه کوي،چې دا مرستې بندوو او یا به یې پر رېښتیا د یو څه مودې لپاره بندې کړي،ترڅو هغه څه چې دوی غواړي، افغان چارواکي ورته غاړه کېږدي او وې  ومني.» 

بل پلو ځینې نور بیا وايي،دا مهال افغانستان له ستر اقتصادي بحران سره مخ دی او د نړیوالو د مرستو جلبولو لپاره باید هڅې وشي،ترڅو افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ نه شي.

ناټو ویلي،سملاسي دنده دا ده،چې خپل وګړي او هغه کسان چې له ګواښ سره مخ دي او په ځانګړې توګه  يې،چي  مرسته کړې له افغانستانه وباسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist