Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته له بهره د څارویو بېلابېلو نسلونو واردات زیات شوي

افغانستان ته له بهره د څارویو بېلابېلو نسلونو واردات زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/17

د ننګرهار اوسېدونکی شرافت شریفي له تېرو درېیو کلونو راهيسې له پاکستان د بېلابېلو څارويو نسلونه را واردوي.

دی وايي، له دې کاره يي موخه د شخصي کاروبار ترڅنګ په افغانستان کې د يادو څارويو د نسل زياتول او ترويج دی.

د شريفي په خبره، که سرپرست حکومت په ګمرکونو کې اسانتیاوې زياتې کړي، چمتوو دی چې له پاکستان سربېره له ایران، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو هم د څارويو نسلونه افغانستان ته وارد کړي.

شریفي زیاتوي: « اراده لرو چې له ایران هم کار پيل کړو او ورسره خبرې روانې دي له آلمان غواګانې، الفین او سینین وزې را واردې کړو. له حکومت غوښتنه کوو چې باید له موږ سره په دې خاطر مرسته وکړي چې دا افغانستان ته ګټه ده. موږ کوم قاچاقي شی نه راوړو، بلکې دا مالداري ده چې څومره ډېرېږي، د خلکو ژوند ورسره ښه کېږي او اقتصاد لوړېږي. دا سمه ده چې موږ هم دا کار د ګټې لپاره کوو، خو عامو خلکو ته یې ګټې ډېرې دي. دوی یې شیدې او غوښې خوري او نورې ګټې ترې اخلي.»

شریفي وايي، اوسمهال د بېلابېلو څارويو ترڅنګ د پاکستاني وزو نسلونه په افغانستان کې ډېر خوښوونکي لري او له همدې کبله يو شمېر مالداران هم د يادو وزو د نسل زياتوالي لپاره، سوداګرو ته د ګمرکي اسانتياوو رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

د خان آغا په نوم یو تن مالدار په دې اړه وايي: « زموږ له حکومت غوښتنه دا ده هغه څوک چې د مال کاروبار کوي او له پنجاب یې راولي، په لارو او ګمرکونو کې همکاري وکړي، ترڅو مالونه په ګمرک کې ډېر ونه ځنډېږي او پر وخت سره هېواد ته راورسېږي او په نورو خلکو وپلورل شي. »

بله خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، سرپرست حکومت په ټولو برخو کې سوداګرو او پانکوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړې او لا هم په دې برخه کې هڅې دوام لري.

د دوی په خبره، په دې وروستیو کې د څارویو  روزلو فارمونه زیات شوي او خلکو ترې ښه ګټه اخيستې ده.

د کرنې ترڅنګ مالداري د افغانانو لپاره د عوایدو لویه سرچينه ده او بېلابېل څاروي د شیدو، غوښو، وړیو، پوستکو او نورو محصولاتو په موخه ساتي.

که څه هم مالداري په افغانستان کې لرغونې مخينه لري، خو اوس دغې برخې د خپل ارزښت له امله د يوه صنعت حيثيت خپل کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist