Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان: افغان سیاسیون دې خپلو منځو  کې سره کېني

admin by admin
2021/08/19

کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم د یونس قانوني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، احمد ضیا مسعود په ګډون یو شمېر نور افغان سیاسیون پاکستان ته ولاړل.

یاد افغان سیاسیون اوس مهال په  اسلام اباد کې دي او  هلته یې د لومړي وزیر عمران خان سربېره د پوځ مشر قمرجاوید باجوه سره هم  لېده کاته کړي دي. 

عمران خان افغان سیاسیونو ته ویلي،د جوړجاړي لپاره دې خپلو کې سره کیني او په یوه هوکړه دې سلا وکړئ.

خان ویلي، پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت نه،بلکې د هغه حکومت ملاتړ کوي،چې د افغانانو په خوښه وي او سوله او ثبات راولي.

عمران خان وايي:« پاکستان، په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت نه غواړي، افغان سیاسي مشران باید خپلو کې سره کیني او سیاسي جوړجاړی وکړي.»

اخوا بیا په کوردننه د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، افغان سیاسونو ښايي د راتلونکي حکومت په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې له عمران خان سره شریکې  وي. 

د سیاسي شنونکي امان الله هوتاکي وايي، شنونکو ته هم د طالبانو له راتګ سره ګڼ شمېر اندېښنې پیدا شوې وې،خو په خبره یې،  اوس ورته مالومه شوه،چې هغه څه چې افغانان یې غواړي،طالبان یې هم غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکي وايي:« موږ چې طالبان په کوم حالت کې ولېدل، د دې تمه مو ترې نه لرله.موږ دا فکر کاوه،چې طالبان دلته راشي، سوټی به ورسره وي، خلک به پرې وهي او ډبوي. خلکو همدا شان فکر کاوه. موږ د طالبانو کوم برخورد،چې ولېد،له دې مالومېږي، واقعا هغه څه چې افغانانو غوښتل، هغه شي یې راوست. لومړی امنیت. » 

پاکستان ته ورغلو افغان سیاسي مشرانو ته د پاکستان د پوځ مشر باجوه ویلي،چې افغانستان کې یوه ټولشموله جوړ جاړي ته د رسېدو په لړ کې هر ډول شونې مرستې ته چمتو دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist