Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت ته د پاکستان خبرداری؛ زموږ د خلکو زغم مه ازمايئ

اسلامي امارت ته د پاکستان خبرداری؛ زموږ د خلکو زغم مه ازمايئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/16

که څه هم په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو د شتون او د دې هېواد امنیت او ثبات پر وړاندې یې کارولو په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې نوې خبره نه ده؛ خو دا ځل د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت په جدي خبرداری ورکړی.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له قوله لیکلي چې نوموړې په خپل وروستي خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ویلي چې د پاکستان ضد وسله ‌والې ډلې له افغان خاورې د پاکستان پر وړاندې عملیات ترسره کوي.

ممتاز زهرا بلوچ د خبرداري په بڼه ویلي، اسلامي امارت باید د دوی اندېښنې جدي ونیسي او له دې زیات باید د پاکستان د خلکو زغم ونه ازمايي.

ورځپاڼې د زهرا بلوچ له خولې لیکلي: « افغانستان باید اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د ترهګرۍ په موخه د پاکستان او بل هر ګاونډي پر وړاندې وکارېږي. د هغو ګواښونو په تړاو چې موږ تل په افغانستان کې د بنسټونو او افراد له لوري ورسره مخ یو، د پاکستان د خلکو زغم باید ونه ازمویل شي.»

ممتاز زهرا بلوچ ادعا کړې چې د پاکستان ضد وسله ‌والې ډلې د هند له خوا تمویل او د دې هېواد پر وړاندې کارول کېږي.

اسلامي امارت د پاکستان دغه څرګندونې ردوي او هلته روانه ناامني د دې هېواد کورنۍ مساله بولي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، سرپرست حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت زیاتوي: « دا ادعاوې موږ په کلکه ردوو، دا ډول موضوعات په موږ پورې اړه نه لري. اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي. افغانستان نور د هېچا پر وړاندې تهدید نه دی. پاکستان دې خپل مسوولیتونه زموږ پر غاړه نه را اچوي او خپلو ستونزو ته دې په کورد ننه حل پیدا کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم په ورته موضوع کې بار بار د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونې ردوي او زیاتوي چې پاکستان تل د وسله ‌والو ډلو له روزلو، پاللو او صادرولو ګټه پورته کړې او له دې لارې یې خپل سیاسي او سټراتيژیک رقابتونه مخ ته وړي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض‌محمد ځلاند وايي: « پاکستان تل د ترهګرۍ له روزنې او پالنې د خپلو ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره کار اخیستی. د پاکستان له پیدایښت راهیسې په سیمه کې ترهګري پالل کېږي، ترهګري روزل کېږي او ترهګري صادرېږی. د افغانستان د خاورې، ولس او اوسنیو چارواکو پر ضد د پاکستان هر ډول ادعا زما په اند هېڅ ډول اسناد نه لري، بابېزه او خاص د پاکستان د مداخلي او لارې هوارولو لپاره دي.»

د سیاسي  چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « د افغانستان له جغرافیا په تېر کې، نن او په پوره باور سره سبا هم د پاکستان لپاره هېڅ ډول تهدید وجود نه درلود، نه یې لري او نه به یې ولري.»

له دې وړاندې،  د بلوچستان کوېټې ښار ریلګاډي په تم ځای کې پر پوځیانو له یوه مرګوني برید وروسته د دې هېواد دفاع وزیر خواجه اصف هم ورته څرګندونې وکړې. هغه څه چې سرپرست حکومت یې په کلکه ردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist