په خیبرپښتونخواه او پاکستان کې روان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت نازک ښودل شوی او د راپورونو له مخې تېرې دوه میاشتې د پاکستان امنیتي ځواکونو لپاره مرګونې وې.
د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېری بریدونو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی او تازه یې د پښتونخوا په چارسده کې د پولیسو پر مرکز برید کړی چې د ځايي رسنیو راپورونو له مخې، مرګ ژوبله نه لري.
دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان او افغانستان لپاره د کرېملین ځانګړي استازي ضمیر کابلووف په اسلام آباد کې چارواکو سره له دې هېواد سربېره، د سیمې په امنیت او ثبات خبرې کړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه: « په ناسته کې دواړو لورو د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو او ثبات په تړاو خبرې کړې او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو پر دوام ټېنګار کړی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان په تړاو هم څرګندونې شوې خو د پاکستان د امنیت په هکله یې د روسیې او پاکستاني چارواکو ترمنځ د لیدنو ډېر جزییات نه دي ورکړي.
بله خوا، اسلام آباد ته د کابلووف له سفر یوه ورځ مخکې پاکستاني طالبانو تحریک د نویو ګومارنو خبر ورکړی. د ټي.ټي.پي له خوا خپره شوې اعلامیه کې پېښور، ملاکنډ، مردان، کوهاټ، بنو او دېره اسماعیل خان نوي ولایتونه نومول شوي او دغه راز د نویو والیانو او استخباراتي چارواکو نومونه یاد شوي دي.
په اعلامیه کې عظمت الله محسود د پېښور والي او قاري کامران د استخباراتو رییس ټاکل شوي. همدارنګه مولوی شاهد عمر باجوړی د دېره اسماعیل خان والي، مولوي منصور یې مرستیال او مولوي اخلاص یار محسود د دې ولایت د استخباراتو مشر ټاکل شوي.
ګوهر وزیر د بنو ولایت لپاره والي، استاد احسان الله سواتي یې مرستیال او احمد داوړ د استخباراتو مشر ټاکل شوي. دغه راز، عمر خراساني د کوهاټ وا لي، اعجاز افریدی مرستیال والي او منصور د استخباراتو مشر ټاکل شوي.
شنونکي په قبایلي سیمو، پښتونخوا او ټول پاکستان کې روان امنیتي وضعیت، له دې هېواد سربیره د سیمې لپاره هم ګواښ ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم د سیمې بې ثباتي تر ډېره پاکستان پورې اړه لري؛ ځکه چې په تېرو درېیو کالو کې چې دلته طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان کې نا امني نه شته بلکې په ټول افغانستان کې یو باثباته مرکزي حکومت شتون لري. نو که دوی د افغانستان د نا امنۍ یادونه کوي، دلته نا امني نه شته. ټوله بې ثباتي پاکستان کې ده او دا د پاکستان په حکومت پورې اړه لري او هلته وسله وال فعالیتونه د دوی کورنۍ مساله ده.»
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دغه دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي، زموږ په نا امنۍ کې خپلې ګټې ګوري او زموږ په پرمختګ کې د ځان زیان ویني. »
د پاکستاني طالبانو تحریک د ولایتونو او زونونو لپاره د خپلو تازه ګومارنو موخه تنظیمي اصلاحات او پرمختګونه بولي. د پاکستان پوځي او امنیتي چارواکو تراوسه د ټي.ټي.پي د نویو ګومارنو او تشکیلاتو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې باجوړ، دره آدم خېل او خيبر ايجنسۍ ته هم د ولايت حيثيت ورکړل شوى و چې اوس له ملاکنډ او پېښور ولایتونو سره یوځای شوي.