د پارلمان ناسته کې لومړي وزیر بوریس جانسن پر ملګرو ملتونو او ناټو سازمان غړو هېوادونو غږ کړی دی،چې د افغانستان په تړاو جدي ګامونه پورته کړي.
جانسن د هغو افغانانو په هکله اندېښنه څرګنده کړه،چې برېټانوي او نورو بهرني اتباعو سره یې کار کړی دی.
هغه ویلي، اوس مهال زرګونه افغانان له ګواښ سره مخ دي او په خبره یې د دوی د خونديتوب لپاره باید جدي هڅې وشي.
جانسن د پارلمان غړو ته ډاډ ورکړ،چې تر دې مهاله له دوه زره زیات کسان خوندي اېستل شوي، خو لاهم زرګونه نور د کابل هوايي ډګر شااوخوا کې الوتنو ته انتظار باسي.
د برېتانیا پارلمان کې داسې مهال دغه ناسته جوړېږي،چې د طالبانو ویاند وړمه ورځ افغانانو ته ډاډ ورکړ،چې ټولو دولتي کارکوونکو او د بهرنیانو افغان همکارانو ته یې عمومي عفوه اعلان کړې او بهر ته دې نه ځي.