د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې ولس په د افغانستان په اړه خبرو پر مهال وویل،نور په پردۍ جګړه کې خپل سرتیري نه قرباني کوي او د نیوکو پروا نه لري.
ایډن ویلي، افغان سیاسي مشرانو او افغان پوځ ونه غوښتل،چې د خپل راتلونکي او خپل هېواد دفاع لپاره جګړه وکړي، نو ځکه امریکا ته هم په کار نه وه،چې پردۍ جګړه کې ښکېل پاتې شي.
ولسمشر بایډن ویلي، له افغانستان د پوځیانو د اېستلو پرېکړه یې پر ځای وه او دې لړ کې د هېڅ ډول نیوکو پروا نه کوي.
باېډن زیاته کړه:« موږ په تېرو شلو کالو کې د افغان پوځ پر روزنه پیسې ولګولې. تجهیزات مو ورکړل. روزنه مو ورکړه،هوایي ځواک مو ورته برابر کړ. طالبان هېڅ ډول هوایي ځواک نه لري،خو افغان پوځ بیا هم جګړه ونه کړه. که دوی خپله نه غواړي،چې د خپل هېواد ساتنه وکړي،نو بیا د امریکا پوځ ته هم په کار نه ده،چې پردۍ جګړه کې ښکېله شي.»
د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي هم مني،چې افغان چارواکو او سیاسیونو په تېرو شلو کالونو کې ګڼ فرصتونه ضایع کړل او تېروتنې یې وکړې،خو د دې هر څه مسوول امریکا بولي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید اسحاق ګیلانی وايي:« په دې کې شک نه شته،چې له افغانانو ډېرې تېروتنې وشوې.ولې اصلي تېروتنه د امریکایانو وه،موږ ورته ویل،نور لاسپوسی نه غواړو. پرېږدئ،چې د افغانستان خلک یې وټاکي. خو هرځل به جانکري راغی او د یوه کس لاس به یې پورته کړ،چې دا ستاسې ولسمشر دی او یا به خلیل زاد راغی. نو دا د خلیل زاد ولسمشر وه،چې افغانستان یې له دغسې نامالوم برخلیک سره مخ کړ.»