Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیل حقاني: ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کېږي

خلیل حقاني: ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د هغو داخلي بېځایه شویو د ثبت او بايومېټریک پروسه پيل کړه چې له کابل خپلو سیمو ته  بېرته ستنېږي.

دوی وايي، دا هغه کورنۍ دې چې د تېرو جګړو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې وې.

د دوی په خبره، د دې پروسې په پیل کې تازه ۵ زره کورنۍ ثبتوي او تر هغې وروسته یې خپلو مېنو ته استوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست  خلیل الرحمن حقاني وايي: « موږ غواړو دوی ته یوه اسانتیا برابره او خپلو ولایتونو ته یې انتقال کړو. له موږ سره تقریبا ً ۵ زره کورنۍ په تماس کې دي چې له کابل به خپلو لایتونو ته ولېږدول شي. دوی ته کرایه او سفریه هم ورکول کېږي.»

حقاني پر نړۍ نیوکه وکړه چې په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن روان دی خو نړیوال يي پر وړاندې پټه خوله دي.

نوموړي دغه راز وویل، د ایران او پاکستان په شمول یو شمېر اروپايي هېوادونو هم په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا د۳ میلیونه کډوال افغانستان ته را لېږلي دي.

حقاني په دې اړه وايي:«  زموږ کډوال له خپلو ټولو حقه حقونو محروم دي. دا یوازې د ملګرو ملتونو یو تبلیغ دی موږ ورسره مرسته کوو. چې مرسته کوي نو له اروپايي هېوادونو یې ولې وباسي؟ هلته خو د میلیونونو په شمېر نه دي بلکې زرګونه تنه دي چې دوی په خپله بېولي دي او خپله یې د ورتګ تبلیغ ورته کړی، خو نن له هغوی سره ناسم عمل کېږي.»

اخوا د داخلي بېځایه شویو وضعیت د رسېدنې مشر سردار شېرزاد بیا وايي، د تېرو جګړو له امله ټولټال ۲.۵میلیونه کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو ښارونو ته بېځایه شوې دي.

 دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانونو غوښتنه کوي چې خپلو سیمو ته د دغو بېځایه شویو په لېږدولو او اسانتیاوو برابرولو کې مرسته وکړي.

شېرزاد په دې اړه وايي: « له موسسو، نړیوالو ادارو او سازمانونو  زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې دا کورني بېځایه شوي چې نن یې د انتقال پروسه پيل شوه، د لېږد په پروسه کې یې پوره همکاري وکړي؛ دا خلک مرستو او سرپناه ته اړتیا لري.»

بله خوا، بېځایه شوي خوښ دې چې خپلو سیمو ته ستنېږي خو وايي، د مرستو ژمنې ورسره شوې، خو  تر اوسه يي هېڅ نه دي تر لاسه کړي.

  د دوی په خبره،  که مرستې ورسره ونه شي، د ژمي په رارسېدو سره به يې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ شي.

یوه داخلي بېځایه شوې ښځه بختوره وايي: « زه ډېره خوشاله یم چې خپل کلي ته ځم ، خو وېره هم لرم چې هلته به مې ژوند له ستونزو سره مخامخ کېږي. ما سره واړه ماشومان دي، سرپرست او سرپناه نه لرم؛ له حکومت غوښتنه کوم چې له ماسره مرسته وکړي او سرپناه راته جوړه کړي.»

د الله ګل په نوم کورنی بېځایه شوی وايي: « ستونزې ډېرې دي، زموږ ژوند هلته په بشپړه توګه له منځه تللی او هېڅ نه لرو. زموږ کورونه ویجاړ دي او موږ یوازې خپل سرونه تر کابله راوړي. زه دلته کباړ ټولوم او د کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوم. ژمی را روان دی او له موږ سره ماشومان هم شته او له ستونزو سره به مخامخ یو.»

د مالوماتو له مخې، په تېرو درېیو کالو کې په کور دننه ۱ میلیون بېځایه شوي خپلو سیمو ته لېږدول شوي او دا لړۍ به روانه وي.

بېځایه شوي ټېنګار کوي چې په خپلو سیمو کې يې کورونه د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي او له سرپرست حکومته غوښتنه لري چې د مرستو په برخه کې ورسره کړې ژمنې، عملي کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist