د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې یې سفارت او هرات کې یې کونسلګرۍ پرانیستې دي او خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې روسیې، چین، تاجکستان او ترکیې هم ویلي وو، چې خپلې استازولۍ یې په کابل کې پرانستې دي او فعالیت ته دوام ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې یې استازولۍ ته هېڅ خنډ نشته او وضعیت له نږدې څاري.
افغانستان کې ورځ تر بلې وضعیت نورمال کېږي او خلک د خوښۍ احساس کوي.