Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امريکا افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بنديزونه ظالمانه بللي

KABUL, AFGHANISTAN - JULY 24: Afghan female students talk after school outside the Zarghoona high school on July 24 2021 in Kabul, Afghanistan. The Zarghoona girls high school is one of the largest in Kabul with 8,500 female students attending classes.Today was a brief school opening after almost a two months break due to Coronavirus. Currently there is widespread fear that the Taliban who already control around half the country will reintroduce its notorious system barring girls and women from almost all work, and access to education. The Ministry of Education has announced the opening of schools, but there are mixed reports in many areas where the Taliban have taken control or where fighting is ongoing. (Photo by Paula Bronstein /Getty Images) *** BESTPIX ***

له شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تر امرثاني پورې وتړل شول.

د پوهنې وزارت له دې پرېکړې یو کال وروسته؛ د لوړو زده کړو وزارت هم د ښځینه محصلینو زده کړې وځنډولې او دغه راز یې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون حق ورنه کړ.

دغو پرېکړو د هغو زرګونو نجونو هیلې په مأیوسۍ بدلې کړې چې غوښتل یې په بېلابېلو برخو کې لوړې زده کړې وکړي.

فاطمه د دولسم ټولګي زده کوونکې وه چې د نجونو ښوونځي وتړل شول. نوموړې وايي، غوښتل یې ډاکټره شي خو له درېيو کلونو راهيسې په کور کې پاتې ده او راتلونکي ته هېڅ هيله نه لري.

فاطمه وايي: « له حکومت مې غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې خلاصې کړي، ترڅو زما په څېر هغه نجونې چې په کور ناستې دي، له خپلو زده کړو لرې دي، هیلو ته نه شي رسېدای، زده کړو ته ادامه ورکړي. دوی باید خپلو هیلو ته ورسېږي او وکولی شي په راتلونکي کې هغه څانګه چې دوی غواړي زده کړې په کې وکړي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.»

په ورته وخت کې، یو شمېر زده ‌کوونکې او زده کړیالانې له سرپرست حکومت غواړي د هېواد په پرمختګ  کې د ونډې او باثباته راتلونکي لپاره، دوی ته هم د عصري زده کړو اجازه ورکړي.

یوه له زده کړو پاتې زده کوونکې وایې: « که چېرې نوی نسل او افغانې نجونې نالوستې پاتې شي، دا کار ښايي د افغانستان راتلونکي لپاره ډېر خطرناک وي؛ ځکه چې کله د یوې کورنۍ مور نالوستې وي، ښايي د دې کورنۍ ماشومان هم بې سواده ستر شي. له اسلامي امارت غوښتنه لرم چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ خلاص کړي؛ ترڅو زموږ پر وړاندې د جهل او ناپوهۍ خنډونه له منځه لاړ شي.»

همدارنګه یوه زده کړیاله وايي: « په تېرو دوو کالو کې چې کله پوهنتونونه د نجونو پرمخ تړلي وو، ښکاره خبره ده چې د نجونو پر روح او روان یې منفي اغېز درلود.  د نجونو هغه ټول خوبونه په اوبو لاهو شول چې غوښتل یې لوړې زده کړې وکړي او یوه ځای ته ځان ورسوي. دا یو داسې حالت دی چې انسان یې په اړه فکر هم نه شي کولی.»

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې څو ځله ویلي چې د مناسب چاپېریال او د زده کړو د څرنګوالي په تړاو د یوې طرحې په جوړولو باندې کار کوي؛ ترڅو له مخې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.

د چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پلوه د افغان وګړو د ټولو ستونزو یوازینۍ حل لاره، یوازې او یوازې ښوونځی دی او پوهنتون دی. هرڅومره چې یوه افغانه مور لوستې او باسواده وي، په همدې اندازه به یې اولادونه هم لوستي وي. نو، هرڅومره ژر چې وي، د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې دې خلاصې شي او ښځو ته دې  کار زمینه برابره شي. دغه کار به له اقتصادي، سیاسي او اجتماعي پلوه د پام وړ پرمختګونه راوړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړل کېدو ۱ زره ۱۵۲ ورځې تېرېږي او دغه راز د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل کېدو هم ۶۹۳ ورځې اوړي؛ خو تراوسه د یادو وزارتونو چارواکو په دې تړاو وضاحت نه دی ورکړی چې امرثاني به تر کله ادامه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist