Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان پر ټول شموله حکومت ټینګار کوي

admin by admin
2021/08/18

د لومړي ځل لپاره طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو مخې ته راښکاره او د یوه  ټول شموله حکومت پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.

پرون ناوخته ذبیح الله مجاهد د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبرې ناسته وروبلله او ډاډ یې ورکړ، چې یو ټول منلی حکومت به جوړ کړي.

مجاهد وویل، مشران یې هڅې کوي، چې د حکومت مشرتابه د نشتوالي تشه ژر ډکه کړي.

نوموړي وویل، کابل ښار ته د اړتیا له مخې، چې د چور او چپاول مخه ونیسي داخل شول او دغه راز یې ټولو ته د خوندي او ارام ژوند ډاډ ورکړ.

هغه وویل، د نړۍ، سیمې او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې او متقابلې اړیکې غواړي او غوښتنه یې وکړه، چې له افغانستان سره مرستې وکړي.

په خبري ناسته کې مجاهد، ښځو ته هم ډاډ ورکړ، چې ټول حقوق به یې خوندي وي او د اسلام دین په اډانه کې به د کار او زده کړو حق ورکړي.

د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې د ذبیح الله مجاهد خبره دا وه، چې صفر ته به یې راښکته کوي او په هېواد کې روږدو کسانو په لیدو یې اندېښنه ښکاره کړه.

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته له افغانستانه د وسلو او مهماتو د لېږد په تړاو راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې تش تبلیغات دي او یو میل وسله هم ګاونډي پاکستان ته نه ده انتقال شوې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist