Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: تمه لرو ټرمپ د کابل او واشنګټن اړیکې ورغوي

شاهین: تمه لرو ټرمپ د کابل او واشنګټن اړیکې ورغوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

اسلامي امارت یوځل بیا ټینګار کړی چې له ګاونډیو هېوادونو، سیمې، نړۍ او په ځانګړې توګه له امریکا سره  د ښو او مثبتو اړیکو ټینګولو لپاره یې دروازې پرانیستې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر وايي، د سولې خبرې د ټرمپ له تېرې ادارې سره پیل شوې وې او  په خبره تمه لري چې د ټرمپ نوې اداره سیاسي تعامل ته هم راوړاندې شي.

سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، تمه لري چې د امریکا  نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له افغانستان سره د امریکا روانې اړیکې په واقعي مانا ورغوي.

شاهین زیاته کړې: « موږ له ټولې نړۍ سره د ښو او مثبتو اړیکو لپاره دروازې پرانیستې دي؛ په ځانګړي ډول له امریکا سره. موږ د سولې خبرې له ټرمپ سره پیل کړې وې او اوس هیله لرو چې د سولې له خبرو وروسته سیاسي تعامل ته هم را وړاندې شي. موږ هیله لرو ټرمپ له افغانستان سره روانې اړیکې په ریښتینې مانا ورغوي.»

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وايي، د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د امریکا، چین او روسیې په ګډون له ټولنې نړۍ سره د سیاسي اړیکو ټینګښت غواړي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په خبره، اسلامي امارت نه غواړي له دې وروسته له هېوادونو سره په دوښمنۍ او تخاصم کې ځای ولري.

هغه په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت غواړي له ټولنې نړۍ سره او په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره، د نړۍ له هېوادونو سره، له سترو قدرتونو سره، چین سره، روسیې سره او امریکا سره ښې او دوستانه اړیکې ولري.»

د سیاسي کارپوهان بیا ټرمپ یو پېچلی شخصیت یادوي او زیاتوي چې  د افغانستان په تړاو د هغه د کمپاینونو مهال څرګندونو ته په کتو، له افغانستان سره د امریکا د نوي ولسمشر د اړیکو رغېدنه لرې ښکاري؛ خو دا چې د سولې خبرې له ټرامپ سره پیل شوې وې او د دوحې هوکړه هم د نوموړي د لومړۍ دورې حکومت پرمهال لاسلیک شوې وه، نو شونې ده چې واشنګټن به له کابل سره د سیاسي تعامل ور پرانیزي.

د سیاسي چارو  کارپوه زمان ګل دهاتي وايي: « د ټرمپ د کمپاین د وخت شعارونو ته که وګورو، نو له دې سره د افغانستان د اړیکو رغول به ستونزمن وي؛ خو بیا هم دا چې د دوحې مذاکرات د ده په وخت کې پيل شول او هوکړه لیک هم د ده په حکومت کې لاسلیک شو، دغو مسایلو او د افغانستان جیوپولوټیک موقعیت ته په کتو، زما نظر دا دی چې ښايي ټرمپ له افغانستان سره مناسبه لاره غوره کړي؛ خو باید ووایم چې د ټرمپ د پرېکړو وړاندوینه نه شي کېدای، ځکه نوموړی په سیاسي لحاظ یو مغلق کرېکټر دی.»

د امریکا په ټاکنو د دویم ځل لپاره د ډونالډ ټرمپ تر بریا وروسته، د اسلامي امارت سرپرست حکومت د یوې اعلامې په خپرولو سره وویل، هیله لري د امریکا راتلونکی حکومت د افغانستان په تړاو واقعبینانه سیاست غوره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټکنیو اړیکو کې خوځښت راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist