ملي امنیت: ننګرهار کې د طالبانو ۵ مرکزونه له منځه یوړل شول.
افغان مسوولین وایي، چې په ننګرهار کې یي د وسله والو پنځه مرکزونه له منځه وړي دي.
د ننګرهار والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاویې سیمه کې عملیات کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې عملیات د طالبانو پر سرې قطعې شوي چې د قوماندان په ګډون یي ۳۰ طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.