کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه جګ پوړي پلاوي له سفر وروسته، د دې هېواد په ممبی ښار کې د افغان کونسلګرۍ له خوا، هند کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل شوه.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه پروسه پرون “دوشنبه”هند کې مېشتو افغان کډوالو محصلینو او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « په همدې اساس د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان هېواد په ممبی ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ ته هدایت کړی چې د پاسپورټونو د وېش پروسه د افغان مهاجرینو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاوو د حل په موخه پيل کړي. د وزارت مقام له هدایت سره سم، په ممبی ښار کې افغان جنرال کونسلګرۍ دغه پروسه نن دوشنبه د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۲۱ مه پیلوي.»
په ورته وخت کې تکل وايي، هغه افغانان چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا پاسپورټونه نه لري، کولی شي د معتبرو اسنادو په وړاندې کولو سره په ممبی ښار کې افغان کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیک جمع کړي.
هغه په دې اړه وايي: «هغه هېوادوال چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا هم پاسپورټونه نه لري، کولی شي چې د معتبرو اسنادو په وړاندې کولو سره کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیک جمع کړي.»
هند یو له هغو هېوادونو دی چې دا مهال په کې ګڼ شمېر افغان زده کوونکي او محصلین پر زده کړو بوخت دي او د پاسپورټونو د وخت پای ته رسېدو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ، له هند د ایستل کېدو له خطر سره هم مخامخ وو.