طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه له افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابله دوحې ته ځي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، دا پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي او دوی هم چمتو دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحثونه سره وکړي.
طالبانو داسې مهال له افغان سیاسیونو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو پر سر خبرو ته چمتووالی ښودلی، چې پرون ورځ د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي وویل، د واک لېږد روښانه دی او راتلونکی نظام د هغه چا دی، چې اوس پر ټول وطن حاکم دي.
خو د هغه تر خبرو وروسته، په قطر کې د طالبانو د دفتر بل غړي سهیل شاهین ویلي، د واک د انحصار په فکر کې نه دي او د یوه ټول شموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرې کوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم منلې، چې له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.