Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: کابل کې مو سفارت نړیوال هوایي ډګر ته انتقال کړی دی

admin by admin
2021/08/16

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي،افغانستان کې د بدلېدونکي امنیتي وضعیت له کبله کابل کې یې خپل سفارت د دې ښار هوایي ډګر ته لېږدولی دی.

په ورته مهال د امریکا سفارت امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی دی،چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

امریکایي چارواکو منلې ده،چې کابل کې د امریکا سفیر راس وېلسن د سفارت له ودانۍ اېستل شوی او د کابل هوایي ډګر ته لېږدول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي،د هغو کسانو لېست لري چې باید وژغورل شي او د دې چارې لپاره به خپلې هڅې لا چټکې کړي.

 اخوا د دفاع وزیر لویډ آسټن بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د کابل له هوایي ډګر د ديپلوماتانو  خوندي اېستلو او په دغه ډګر کې د نظم ساتلو لپاره خپل زر تنه نور ساتونکي هم ځای پر ځای کړي دي

په امریکا کې دننه ګڼو سیاستوالو له افغانستانه د پوځيانو پر اېستلو سختې نیوکې کړې دي او دا یې د ولسمشر جو بایډن لویه ناکامي بللې.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوس د دې وخت دی،چې جو بایډن د هغه څه له امله چې په افغانستان کې یې د پېښېدو اجازه ورکړې،باید په ټیټو سترګو باندې استعفاء ورکړي

په ورته مهال پرون شپه سلګونه ملکیان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورغلي وو او له افغانستانه د وتلو غوښتنه یې کوله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist