Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د آصف ادعا؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

د آصف ادعا؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/11

د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان ایالت د کوېټې ښار د رېل ګاډي په یوه تم ځای کې پر پاکستاني پوځيانو له وروستي خونړي برید وروسته، د دې هېواد چارواکو د ملامتۍ ګوته یو ځل بیا افغانستان ته نیولې.

د دې هېواد دفاع وزیر خواجه آصف بیا ځل تور پورې کړی چې د برید ترشا د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ او تحریک طالبان پاکستان(ټي‌.ټي.‌پي) لاس دی او دغه شان بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیموي.

آصف تازه مرکه کې ویلي، د پاکستان له خبرداریو سربېره، دغه بریدونه نه دي درېدلي.

د آصف په خبره، له هند سربېره یو شمېر هېوادونه د پاکستان د بې ‌ثباته کولو هڅې کوي.

هغه په دې اړه وايي: « دا چې په پاکستان او په تېره بیا بلوچستان او خیبر پښتونخواه کې پوځ په نښه کېږي او ورته بریدونه ترسره کېږي، دا تاسې نه شئ ویلی چې دوی دغه بریدونه یوازې د ځان ساتنې او د ځان د قیمت لپاره مبارزه کوي. دا د پاکستان د بې ‌ثباته کولو لپاره نه یوازې هند بلکې ځینې نور هېوادونه دغه څه په مستقیم او غیر مستقیمه بڼه ترسره کوي. … د افغانستان خاوره د پاکستان د پوځ وژنې او د اقتصادي پروژو په برخه کې د چین د حضور ننګولو لپاره کارول کېږي. زه دا نه شم ویلی چې دغه څه د حکومت په خوښه ترسره کېږي؛ خو دوی یې پر وړاندې اقدامات نه کوي او په دې اړه زموږ اندېښنې او خبرداري جدي نه نیسي.»

آصف دغه راز ویلي، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او ټي.ټي.پي په بریدونو کې نه یوازې په مستقیم ډول د پاکستان پوځ په نښه کېږي، بلکې د چین په څېر پر بهرنیو اتباعو هم بریدونه له دې کبله ترسره کېږي چې په وینا یې، له پاکستان سره د دې هېواد اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي.

اسلامي امارت په کوېټه کې شوی برید غندلی، خو د خواجه آصف دا ادعا په کلکه ردوي چې ګني د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو ډاډ ورکوي.

هغه په دې اړه وايي:« موږ د دوی ادعا په کلکه ردوو. د افغانستان له خاورې چاته اجازه نه ورکوو چې د پاکستان یا بل هېواد پر وړاندې وکارول شي. هغه قضیې چې په پاکستان کې دننه واقع کېږي، دا د دوی کورني موضوعات دي او باید په کور دننه حل ورته پيدا کړي یایې مخه ونیسي. د دوی امنیتي ځواکونه باید خپل مسوولیت پر بل چا وانچوي.»

له بلې خوا، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان پوځ او چارواکو د امنیت ټینګښت پرځای خپل ټول پام سیاست او اقتصاد کې ښکېلتیا او پیسو ګټلو ته ګرځولی او خپل اصلي مسوولیت یې چې د پاکستاني اتباعو د امنیت ساتنه ده؛ په سم ډول نه دی اداء کړی.

هغه زیاته کړې: « دا او دېته ورته وروستي بریدونه یوه موضوع روښانه کوي او هغه دا چې د پاکستان پوځ اړ دی چې د پاکستاني اتباعو د خوندیتوب او امنیت په څېر پر خپلو اصلي مسوولیتونو تمرکز وکړي. خو دوی د دې پر ځای خپله ټوله انرژي سیاست، قضایي چارو او ان په اقتصادي چارو کې د ځان ښکېلولو ته ځانګړې کړې. هغه څه چې اوس یې موږ پایله په خپلو سترګو وینو.»

د دې ترڅنګ، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) موده وړاندې د پاکستاني چارواکو د ورته تورونو په غبرګون کې وویل، په پاکستان کې د خپلو عملیاتو او بریدونو لپاره د هېڅ بل هېواد ملاتړ او د بلې جغرافیې کارونې ته اړتیا نه لري بلکې خپل ټول فعالیتونه او بریدونه د پاکستان له داخل پلان او پلي کوي.

د سیاسي چارو شنونکي هم د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې روانې ناامنۍ او وسله ‌وال بریدونه د دې هېواد کورنۍ مساله او د هغو پالیسیو پایله بولي چې تېر کې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې ترې کار اخیست.

د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند وايي: « د پاکستان هر ډول نیوکه چې د افغانستان د خاورې، ولس او اوسنیو چارواکو په اړه یې لري، ماته ښکاري چې دوی په دې اړه هېڅ ډول اسناد او لاسوند نه لري. دا هرڅه بابېزه او خاص د پاکستان د مداخلې او لارې هوارولو لپاره دي. پاکستان د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله نه دي غوښتي چې افغانستان یو خپلواک، آزاد او ځواکمن مرکزي حکومت ولري.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « پاکستان میلیونونه ډالر مصرف کړل او د ډیورېنډ پر کرښه یې اغزن تار تېر کړ. زموږ له صفري نقطې دېخوا ته یې غیر قانوني پوستې جوړې کړې. د ډېورېنډ د کرښې سل په سلو کې کنټرول د پاکستان د پوځ په لاس کې دی. دوی څنګه دا ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې یوڅوک ورځي او د دوی پوځیان وژني. دا محض دروغ دي، نړۍ هم پرې پوهېږي، افغانان هم پوهېږي او حتا د پاکستان هوښیار ملت په دې پوهېږي.»

د دې ترڅنګ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز د کوېټې په برید کې د وژل شویو د جنازې په مراسمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی. همدارنګه د دې هېواد د کورنیو چار وزیر محسن نقوي د کوېټې برید د څېړلو او په کې د ښکېلو کسانو د موندلو او محاکمه کولو خبره کوي.

د شنبې په ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کویټې ښار د اورګاډي په یوه تم ځای کې پر پاکستاني پوځیانو برید له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان چې ویل کیږي ۱۹ یې پاکستاني پوځیان وو، وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.

بلوڅ بېلتون غوښتکي پوځ د برید مسوولیت پر غاړه واخیست او د برید اصلي هدف یې هغه پوځیان بللي چې د پوځ له خوا له لنډمهالې روزنې راستانه شوي او رېل ګاډي ته تم وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist