Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د دوحې تړون ځینې موارد د امریکا له لوري نقض شوي

کارپوهان: د دوحې تړون ځینې موارد د امریکا له لوري نقض شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/10

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر بریا وروسته، د دوحې هوکړه یو ځل بیا د خبرونو سر ته راغله او د ځېنو مواردو د نقض او بشپړ تطبیق په اړه یې بحثونه کېږي، حال دا چې د جو بایډن اداره د دغې هوکړې په تړاو ګرم ګڼل کېږي او وايي، ګڼې سرغړونې یې کړې دي.

 د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په ډېری مواردو کې امریکا د دوحې له هوکړې سرغړونې کړې او ورته ژمنه نه ده پاتې شوې.

 دوی وايي، د دوحې په هوکړه کې هېڅکله هم دا نه دي راغلي چې امریکا دې د افغانستان راتلونکي حکومت سره سیاسي اړیکې پرې کړي او همداراز د افغانستان پانګه دې کنګل کړي او پر چارواکو دې بندیزونه ولګوي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « د امریکا متحده ایالاتو د دوحې له تړون په پټه خوله له لومړۍ ورځې سرغړونه کړې. د دوحې په تړون کې هېڅکله دا نه وو چې امریکا به د افغانستان له راتلوونکي حاکمیت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه پالي، د افغانستان پانګه به کنګل کوي، بندیزونه به نه لرې کوي او بالاخره به د افغانستان د نړیوال حیثیت پر وړاندې سنګر نیسي. د جوبایډن ادارې په حقیقت کې د خپل ځان نړیوال حیثیت هغه مهال تر پښو لاندې کړ چې په جګړه کې یې د افغانانو پر وړاندې ماتې وخوړه او په ډیپلوماټیکه او سیاسي برخه کې یې له افغانانو سره ناغېړي وکړه.»

ځینې نور  بیا وايي،  د دوحې د هوکړې خلاف د امریکا حکومت د افغانستان اوسنی نظام پر رسمیت نه پېژني، پر چارواکو او حکومت یې بندیزونه لګولي او همداراز د هوکړې خلاف تراوسه هم د افغانستان هوايي حریم نقضوي.

د دوی په خبره، دا ټول هغه موارد دي چې د دوحې هوکړې خلاف ترسره کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي: « امریکا خو دا تړون په هغه اول سر کې نقض کړو؛ ځکه چې په هغه کې څلور موارد ذکر شوي وو چې ترسره نه شول. له دې سربېره، زموږ حکومت شرایط پوره کړي، خو دوی یې پر رسمیت نه پېژني، د مشرانو نومونه له تور لېست نه وباسي، لاهم موږ ته بدیل معیشت نه دی راکړل شوی. همدارنګه د تروریزم په محو کولو کې له موږ سره هغه څه چې د تمویل او تجهیز لپاره ورته اړتیا ده، نه دي ترسره کړي. له بلې خوا، مهمه دا ده چې دوی لا تر اوسه پورې زموږ هوايي حریم نقضوي، د دوحې په تړون کې دا خبره وه چې د هر څه په اړه به دواړه لوري مشوره کوي او یو اړخیز اقدام به نه کېږي. دا هغه څه دي چې امریکایانو نقض کړي دي.»

اوس هیلې دا دي چې د ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د امریکا نوې اداره او حکومت به چې د دوحې هوکړه هم د نوموړي د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال له اسلامي امارت سره لاسلیک شوې  وه،  له افغانستان سره ټول هغه موارد چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې پرې کړې دي، له سره ورغوي.

د کارپوهانو باور دا دی چې ټرمپ او ټيم به یې د افغانستان په تړاو متفاوت نظرونه ولري او له هغې وروسته چې په رسمي توګه د امریکا د ولسمشر په توګه خپلې چارې پیل کړي، نو د دوحې هوکړه به ورته ارزښت ونه لري او د افغانستان په تړاو به هغه ژمنې عملي کوي چې د کمپاینونو پرمهال یې له خپلو ولسونو سره د ژمنې په توګه مطرح کړې وې.

د سیاسي چارو کارپوه زمان ګل دهاتي وايي: « د ټرمپ پر مشرۍ نوې اداره رامنځته کېږي خو بده مرغه باید ووایم چې د ده ټیم په مجموع کې د افغانستان او طالبانو په اړه ښه نظر نه لري. زه فکر کوم دا ځل د هغوی له نظره د دوحې توافقنامه نفی او نهیی ده. هغوی ممکن په درېیو مسالو ډېر تمرکز وکړي او دا یې د ټاکنیز کمپاین پرمهال هم ویلي. یو دا چې دوی وايي زموږ وسلې دلته پاتې دي او بله د تروریزم مساله ده.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا  وړاندیز کوي چې امریکا باید په نوي فصل کې د افغانستان د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي او شته ستونزې د مخامخ خبرو له لارې حل کړي.

حکمت غوښتنه کوي چې امریکا باید د افغانستان له اوسني نظام سره تعامل وکړي او په کابل کې خپله سیاسي استازولۍ بېرته پرانیزي.

حکمت په دې اړه وايي: « اوس نوی فصل را روان دی؛ زموږ هیله دا ده چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د خلکو حق ته غاړه کېږدي، خپله کونسلګري خلاصه کړي، پر افغان لوري  له دې ډيپلوماټیک چینل څ فشار راوړي چې هغه اصول او مقررات چې په ټوله کې نړۍ او اسلام منلي، دوی یې هم ومني. د دې کار لپاره یوازینۍ لاره له اوسني حاکمیت سره د تعامل او د ننني حاکمیت سره پر نړیوالو، په کورنیو او د افغانستان په اړه او همدارنګه له ترهګرۍ سره د مبارزې بحث هم شاملېدای شي؛ مستقیمې اړیکې مستقیم بحث دې وکړي.»

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  وړمه  ورځ  پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د ټرمپ په بریا سره د دوحې هوکړې د ټولو مواردو د تطبیق وخت رارسېدلی، هغه څه چې اوس په کې د جوبایډن په ولسمشرۍ کې د امریکا حکومت ګرم ګڼل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist