یو شمېر ملکي مامورینو او سرتېرو رسنیو ته شکایت کړی، چې افغانستان کې د نورو شتونزو سربېره اقتصادي کمزورتیا ستر سرخوږی دی او دوی له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
مالیې وزارت ویلي، ډېر ژر به یې ستونزې هوارې کړي او خلک به په عادي توګه خپلې دندې مخ ته یوسي.
بل پلو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرې پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټولې ملکي ادارې د خلکو پر مخ خلاصې دي او د ملکي ادارو کار کوونکي کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي.