Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اردوغان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

اردوغان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/09

له افغانستانه د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د غوښتنو په دوام، دا ځل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترک هېوادونو د سازمان په سرمشریزه کې ویلي، په افغانستان کې پرمختګونه  د دې جغرافیې د ثبات او امنیت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

اردوغان زیاته کړې، که د افغانستان سرپرست حکومت د بنسټیزو بشري حقونو پر بنسټ ټولګډونه حکومت جوړ کړي، له دې سره  به د افغانستان لپاره د تعامل نوي فرصتونه رامنځته شي.

هغه په دې اړه ویلي: « لکه څرنګه چې موږ تل دا ویلي، موږ تل د خپل ورور هېواد افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ یو، زه پوره باورم لرم که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او د اساسي بشري حقونو پر بڼسټ ولاړه پالیسي او دریځ غوره کړي، دا به تعاملاتو ته ډېرې زیاتې نوې دروازې پرانیزي.»

د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې د قرغېزستان په پلازمېنه بشکېک کې د ترک هېوادونو سازمان د  مشرانو په ۱۱مه سرمشریزه کې کې کړې.

 له دې سره سم، د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضایف ویلي، د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان په چوکاټ کې له پامه ونه غورځول شي.

هغه زیاته کړې: « موږ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوو. په سیمه ییز اقتصادي بهیر کې د دغه هېواد په مشارکت او د ټولنیزو او زېربنایي پروژو پلي کولو ته هم باید پام وکړو.»

د ترکیې ولسمشر څرګندونو ته په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په غبرګون کې وایي، د افغانستان اوسنۍ کابینه کې د ټولو قومونو استازي شته او حکومت ټولګډونه دی. د شاهین په خبره، هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت کې د افغانستان ټولې پرګنې لکه څنګه چې د هېواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د قیام په جهادي هلو ځلو کې ګډون درلود، اوس په حکومت او کابینه کې هم شتون لري. افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د جوړونې او ساتلو فریضه اداء کوي.»

همدارنګه، د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د نړیوالو قوانینو په اساس هېوادونه دا حق نه لري چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي او په خبره یې، اسلامي امارت باید مسلکي  او  وړ کسان خپلې حکومتولۍ کې ځای پر ځای کړي او د افغانستان د روان وضعیت د ښه کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې او هېوادونو سره تعامل ولري.

د سیاسي چارو  کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « په دې اړه چې یو باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ پر ګټه دی، د حکومتوالۍ بعد او ټولګډونتوب د افغانستان په ملت پورې اړه لري، د افغانستان اوسنی حکومت باید د خپلو خلکو غږ واوري او پر همدې بنسټ د حکومتوالۍ پایې ټینګې کړي. دا ډول پیغامونه د هغو سیسټماټیکو فشارونو ادامه ده چې د سیاسي ستراتیژيک عمق د پلي کولو لپاره راوړل کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی  وايي: « که دوی دا ډول څرګندونې کوي، دا نه د دوی پر ګټه دي او نه هم زموږ. دا د یو بل په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. دا سمه ده موږ به خپل منځ کې هرڅه کوو، خو نور هېوادونه دې موږ ته دا سپارښتنه نه کوي او دا یوه غیر ډيپلوماټیکه غوښتنه ده. خو دا چې باید د حکومت په بدنه کې اصلاحات راشي، دا خبره موږ تل کړې چې باید هغو کسانو ته په حکومت او خصوصي سکټور کې ونډه ورکړل شي چې د کار وړتیا لري.»

له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو ورکړه او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدل هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمېت پېژندنې لپاره وړاندې کړي، خو اسلامي امارت وایي دا ټول شرطونه یې عملي کړي. 

په همدې حال کې پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو لیرې کول، د  کنګل شوې شمتۍ آزادول، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د اسلامي امارت د ۳۵ چارواکو نومونو لرې کول هغه غوښتني دي چې اسلامي امارت یې له نړیوالې ټولنې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist