سیمه ییزې سرچینې وایي، نن سهار د مزار شریف ښار لویديځه برخه کې پر امنیتي کمربندونو طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي وو، چې جګړې د ورځې تر نیمایی پورې یې دوام وکړ.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایی، چې د طالبانو بریدونه یې دفع کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هوایی بریدونو کې یې شاوخوا ۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته مهال طالبان هم وایي، چې پر مزار ښار یې بریدونه پیل کړي دي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې ګڼو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او همدا راز یې جنګیالیو هم مختګ کړی دی.
له دې سره سم، څو شیبې وړاندې د بلخ امنیه قومانداني د یو شمېر عکسونو په خپرولو سره ویلي، چې عطا محمد نور د مزار ښار لویدیځ لوري ته له طالبانو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته رسېدلی دی.
د مزار شریف اوسېدونکي وایی، چې له نن غرمې راپدیخوا د ښار لویدیځ لور ته د پیل شوې جګړې شدت راکم شوی دی.