Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کاناډا افغانستان ته ځانګړي ځواکونه استوي

admin by admin
2021/08/14

له امریکا او بریټانیا وروستته کاناډا هم په پام کې لري،چې افغانستان ته خپل ځانګړي ځواکونه راولېږي. 

که څه هم کاناډا تر اوسه پورې د خپلو سرتېرو شمېر او نیټه نه ده په ډاګه کړې، خو امریکا وایي، ۳ زره عسکر یې راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې کابل ته رارسېږي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي:« په لومړي پړاو کې درې هغه پیاده کنډوکونه شامل دي،چې دمګړی په مرکزي قوماندانۍ کې پر دندو بوخت دي. دا ۳ زره سرتېرې په راتلونکو ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته رسېږي. د یادو کنډکونو له ډلې یې یو د امریکا اردو او دوه نور یې د سمندري ځواکونو دي.»

کربي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له دې نور اضافي سرتېرې هم افغانستان ته لیږي او که نه داسې وویل:« له دې سربېره به د ۴ زرو سرتېرو یوه بله ډله هم له شمالي کارولینا څخه کویټ  ته ځي او په افغانستان کې به د میشتیدونکو سرتېرو لپاره د منتظره قطعې په توګه ځای پر ځای شي.»

امریکا که څه هم ټینګار کوي،چې یاد سرتېرې یوازې له افغانستانه د خپلو دیپلوماتانو اېستلو لپاره استوي،خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، دا پلمه ده او یاد سرتېرې د جګړې لپاره راستول کیږي.

له امریکا سره په هم مهالي ډول بریتانیا هم د همدې موخې لپاره خپل شپږ سوه سرتېري کابل تا رالیږي.

امریکا دمګړی ۶۵۰ سرتېري لري،چې ښکاره د کابل هوایي ډګر او کابل کې د سفارت خوندي ساتلو په موخه ساتل شوي،چې د روانې میاشتې تر پایه او ترکي ځواکونو ته د هوایي ډګر امنیت تسلیم کولو وروسته به امریکا ته ولاړ شي.

امریکا، بریټانیا او کاناډآ وروسته له هغې  افغانستان ته د خپلو سرتېرو د استولو خبره کوي،چې د کابل د سقوط په اړه د امریکا استخباراتو مالومات  رسنیز شول او طالبانو د ولایتونو په سقوط کې بې ساری پرمختګ وکړ. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist