Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: ولسمشر دې له نړیوالو او د سېمې له هېوادونو تضمین واخلي

admin by admin
2021/08/14

په افغانستان کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،افغان ولسمشر دې له نړیوالو او د سیمې له هیوادونو تضمین واخلي او له  طالبانو سره دې لنډمهالي حکومت جوړېدو هوکړې ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی بریالی نصرتي وايي:« غواره دا ده، چې ولسمشر غني،له  نړیوالې ټولنې، د سیمې له ټولو هېوادونو  او ملګرو ملتونو تضمینونه واخلي او د لنډمهالي حکومت د جوړېدو پر لور ولاړ شي. د لنډمهالي حکومت په رامنځته کېدو سره  به حالت له دې ډېر خرابه نه شي.»

په خواله رسنیو کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د استعفاء په تړاو ګنګوسې داسې مهال راپورته کېږي، چې افغانستان له یوه خورا سخت سیاسي حالت څخه تېرېدونکی دی،ویل شوي وو چې امریکا له ولسمشر اشرف غني د شپږ میاشتینې اوربند په موخه د استعفاژ غوښتنه کړې،خو د  امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا دا ګنګوسې رد کړي او په وینا یې هغه څوک به د افغانستان رهبري کوي،چې افغانان یې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی ذاکر جلالي وايي: « مسله ډېره نظامي شوې ده، مسله ډېره جګړه ییزه شوې. کافي فرصتونه ضایع شوي دي. نو پر دې اساس  ان د  ولسمشر استعفاء به هم ډېر لوی بدلون رانشي وړی.»  

له دې وړاندې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د هېواد روان وضعیت ته په اشاری ویلي ول،چې طالبان یې هڅولي،تر څو له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي،خو طالبان ټینګار کوي،چې تر هغې چې ولسمشر غني په واک کې وي،دا ډله  له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي.

د سیاسي چارو شنونکی  حیبي وايي:« که چېرې نړیواله ټولنه ونه غواړي، یا خپله ولسمشر ونه غواړي،چې استعفاء ورکړي،نو ملت به دې ته اړ شي، څو ولسمشر غوښتنه وکړي،چې استعفاء ورکړي. دا ځکه،چې پر کابل ورځ تربلې حلقه راټنګه کېږي.  استعفاء غوره ده، له تسلیمۍ.» 

سره له دې،چې له نیمايی زیات افغانستان سقوط په افغانانو کې وېره رامنځته کړې،خو ولسمشر وړمه ورځ د ځوانانو نړیوالو ورځې په ویاړ جوړې شوې   ناسته کې د وینا پر مهال وویل، کاذب روایتونه وېره ایجادوي،هیڅکله به  د افغانانو او افغانستان پر سر معاملي ته حاضر نه شي او زما ځای ناستی به یوازې افغانان ټاکي او بل هیچا ته  د دې واک نه ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist