Skip to content
سرچینې وايي، څو شیبې وړاندې د مزار شریف ښار لویدیځ لور ته د ښار پر ورودي امنیتي کمربند وسله والو طالبانو برید کړی او اوسمهال سخته جګړه روانه ده.
تر اوسه د کومې سیمې د سقوط خبر نه دی ورکړل شوی او د بلخ په نظامي شورا کې د مزار ښار پر دفاع تینګار شوی.
د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په ګډون مزار شریف کې د دولتي چارواکو او سیاسي احزابو د مشرانو ګډه غونډه جوړه شوې ده.
عبدالرشید دوستم ویلي، بلخ د افغانستان دروازه ده او دوی به یې د طالبانو له بریدونو وساتي.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم ویلي، چې مزارشریف ښار به سقوط کېدو ته پرې نږدي او د ژوند تر پایه به د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.