Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه زیانمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه زیانمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې په کابل کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د یو شمېر هېوادونو په دغو بلاعوضه مرستو کې اوړه او وریجې شامل دي او اړمنو کورنیو ته له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې له خوا ووېشل شوې.

 د دغې ادارې سرپرست نورالدین ترابي وايي، په پام کې ده چې له پلازمېنې کابل سربېره په ولایتونو کې هم د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وشي.

ترابي زیاتوي: « ۵۰۰ راشنه د کابل ښار د مختلفو ناحیو هغو خلکو ته وېشل کېږي چې سېلابونو متضرر کړي وو. موږ له خپل توان سره سم یو راشن ورکوو او نن هم ۵۰۰ تنو ته یوازې اوړه او وریجې وېشو. همدارنګه هغو ولایتونو ته هم ۵۰۰ راشنه استوو چې ورته اړتیا ده. دغه خوراکي مواد له ازبېکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو راغلي دي.»

مرسته شوې کورنۍ که څه هم د خوراکي توکو له ترلاسه کولو خوښې دي خو وايي، دا مرستې کافي نه دي او دوی تر دې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

دوی زیاتوي، سوړ ژمی پرې را روان دی او مرستندویه بنسټونه باید د دوی لاسنیوي ته پاملرنه وکړي.

د کابل یو تن اوسېدونکی احمد عزیزي وايي: « زه له کلا زمان خان راغلی یم. زه له هغو کسانو او هېوادونو ډېر خوښ یم چې له موږ سره یې د اوړو او وریجو مرسته وکړه. دا چې زموږ په ټولنه کې ډېر بېوزله کسان ژوند کوي، مرستې باید زیاتې شي.»

د کابل یو تن بل اوسېدونکی محمد هاشم وايي: « د حوادثو له ریاست څ مننه کوو چې دا مرستې یې موږ ته ووېشلې. تمه لرو چې له موږ او زموږ په شان نورو کسانو سره لا ډېرې او زیاتې مرستې وکړي. اوس خو یوه بوجۍ وریجې او یوه بوجۍ هم اوړه دي، خو دا بسنه نه کوي؛ ځکه چې د فامیل شمېر ډېر دی، کار او کسب هم نه لرو او د پېښو له ریاست غواړو چې له موږ او نورو کسانو سره لا ډېرې مرستې وکړي ترڅو یوه چاره او پرده وشي.»

ترابي له نړیوالو غواړي، هغه مرستې چې له ډونرانو ترلاسه کوي، باید د دغې ادارې او یاهم له اسلامي امارت سره په همغږۍ یې وویشي ترڅو مستحقو کسانو ته ورسیږي.

هغه په دې اړه وايي: « د ملګرو ملتونو ادارې د نړۍ له ډونرانو د بېوزله او غریبو د لاسنیوي او مرستې په موخه غواړي. د دوی مسوولیت دا دی، کله چې مرستې راټولې کړي، باید یا زموږ له لارې یا هم په خپله خو زموږ په همکارۍ په شفافه توګه تر مستحقینو پورې ورسوي.»

له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي اداره وايي، راتلونکو دوه ورځو کې به هم د طبیعي پېښو له امله په سلګونو نورو زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist