Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: په شمال کې د طالبانو پرضد نوی ایتلاف پاتې کېدونکی نه ښکاري

admin by admin
2021/08/12

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، تجربو ښوولې چې دا ډول ایتلافونه د ګټو پر سر پاشل شوي او پایله له اوسه صفر ده. 

دوی وایي، ښه ده چې د جګړې پرځای سیاسي رهبران او جهادي مشران یو داسې فرمول رامنځ ته کړي چې پراساس یې هېواد کې روان بحران پایته ورسېږي او د جګړې مخه ونېول شي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «ښه ده چې سیاسیون د یو ګذار حکومت لور ته لاړ شي، چې هلته د طالبانو رول کم او دغنی صفر اوسي، تر څو وکولای شو هېواد له بحران وباسو او جنګ ونه شي، ځکه د جنګ له امله خلک کابل ته راکډوال کېږي. راتلونکې له غني سره نه ده، په دې بهرنیان هم پوهېږي، طالبان هم پوهیږي، خو طالبانو درست نه دي ویلي چې څه غواړي. د  دې په خاطر باید داسې حالت راشي چې نور هم مرسته وکړي، تر څو نوی فرمول رامنځته او جنګ ونه شي.»

افغان حکومت له سیاسي مشرانو غوښتي چې د طالبانو پرضد خپل خلک راپورته کړي، چې ښکاره پایله یې شمال کې نوی جوړېدونکی ایتلاف دی.

له طالبانو څخه شمال کې د سقوط شویو ولایتونو د بېرته نیولو لپاره د مارشال دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق ترمنځ هڅې روانې دي، چې طالبانو سره د جګړې لپاره خلک تنظیم کړي.

طالبانو د مارشال دوستم همیشنی ځای ناستی جوزجان ولایت له وړاندې نیولی دی.

خو د مزار د نیولو او ساتلو پرسر اوس مهال د طالبانو او د دې سیاسي ډلو د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

اخوا د  کورنیو چارو وزارت بیا  ویلي، په شمال کې د خلکو منسجمولو لپاره تیاری روان دی او باور لري چې په نږدې ورځو کې به دوی د پرمختګونو شاهد واوسي.

د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي: «په شمال کې د خلکو منسجم کول او د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ لپاره تیاری پیل شوی او په نږدې ورځو کې به په شمال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاڅون کوونکو د پرمختګونو شاهد واوسو.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «د اوسنیو بدبختیو لوی لامل همدا د شمال ایتلاف دی، چې دا هېواد یې له بدبختیو سره مخامخ کړ. سل په سلو کې ډاډه یم، چې د شمال په سقوط کې شورای نظار او د جمعیت رهبرۍ غړي دخیل دي او غلي پرې پاتې شوي دي.»

اوس به ولیدل شي چې د طالبانو خلاف شمال کې د دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق پر مشرۍ ګډ ایتلاف له دغې ډلې د شپږو ولایتونو د مرکزونو او لسګونه ولسوالیو په بېرته نیولو بریالي کېږي او که نه، خو دغه ډول ایتلافونه په تېر کې د ګټو لپاره پاشل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist