Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لوی درستیز: طالبان دې د څو ولایتونو او ولسوالیو په نیولو نه خوشحاله کېږي

admin by admin
2021/08/12

د افغانستان پوځ لوی درستیز هیبت الله علیزی وايي، پر خپل هېواد له سره  تېر دی او په خبره یې پوځي قاموس کې شاتګ نه شته دی.

علیزي طالبانو ته خبرداری ورکړی،چې د ولسوالیو او څو ولایتونو په نیولو نور پرمختګ نه ‌شي کولای او له سختو ګوزارونو سره به مخ شي .

 علیزي زیاته کړه:« په تعهد سره وایم،چې اول به زه مرم،بیا طالبان پرمختګ کوي او ترڅو چې ژوندي یو، په زموږ شاه تګ نه شته دی. دښمنه ته خو به زیات خوشحاله یې،چې تا ولایتونه نیولي، ولسوالۍ دې نیولي،خو دا یاد ساته،چې دا حالت به درباندې ډېر سخت خراب شي.»

د پوځ لوی درستیزز داسې مهال طالبانو ته خبرداری ورکوي،چې دغې ډلې تازه د غزني ښار د بشپړ نیولو او همدا راز د ځينو نورو ولایتونو د مرکزي زندانونو او هوايي ډګرونو د نیولو ادعا کړ ې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«  ۲۱۷ پامیر قول اردو له ټولو تجهیزات سره ونیول شوه. د جوزجان هوايي ډګر هم ونیول شو. د بادغیس ولایت پر مرکز باندې بریدونه روان دي. د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ ونیول شوه، د کندهار محبس ونیول شو او همدا راز غزني په بشپړه توګه ونیول شو.»

په همدې حال کې پخواني پوځيان د لویو ښارونو د ساتلو لپاره له لاسه وتلو ولسوالیو په بېرته نیولو ټینګار کوي او زیاتوي،چې د سترو ښارونو د ساتلو لپاره دې د ښار په دروازو کې امنیتي کمربندونه رامنځ ته کړای شي.

شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:«هغه سیمې او د ولایتونو مرکزونه،چې له لاسه وتلي دي، باید د بېرته نیولو لپاره یې جدي اقدام وشي او  د سترو ښارونو د ساتلو لپاره دې د ښار په لمونو کې امنیتي کمربندونه رامنځ ته شي.

په ورته مهال په بادغیس، هرات او بلخ ولایتونو کې هم جګړې روانې دي،خو حکومتي ځواکونه وايي، په دغو ولایتونو کې یې د طالبانو برېدونه پر شاه تمبولي او ورته د درنو تلفاتو اړولو دادعا کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist