ملي امنیت شورا افغان ځواکونو ته د یرغلیز بریدونو امر وکړ.
افغان امنیتي ځواکونو ته د یرغلیزو بریدونو د ډېرولو امر شوی.
غزني، فراه، بغلان او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره سم افغان ملي امنیت شورا امر کړی چې د وسله والو پر وړاندې یرغلیز بریدونه دې زیات شي.
ملي امنیت شورا د دې کار موخه د ولس خوندیتوب او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو کچې را ټېټول ښودلي دي.
په دې وروستیو کې بېلا بیلو ولایتونو کې افغان امینتي او دفاعي ځواکونو ته لوړه مرګ ژوبله وراوښتې چې اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
رسنیو ته په لیږل شوي ویډیو کلیپ کې د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین ویلي، د ولس خوندیتابه او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچې د را کمولو لپاره یې دغه پرېکړه کړې.