روسيې چارواکي وايي، د دغه هېواد په خيتځه سيمه کام چاتکا ټاپو وزمه کې د سيلانيانو يوه چورلکه لوېدلې، چې له امله يې اته کسان لادرکه شوي دي.
دوی زیاتويچې، ژغورونکې ډلې هڅه کوي،چې لادرکه کسان پيدا کړي.
د مالوماتو له مخې،ياده پېښه کې اته کسان ژغورل شوي هم دي.
د روسيې د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د چمتوالي وزارت وايي، په دې چورلکه کې ۱۳ تنه سيلانيان او درې د چورلکې خدمه ناسته وه، چې دوه تنه يې سخت ټپيان شوي هم دي.
د يادې چورلکې د لوېدو لامل تر دې مهاله مالوم نه دی، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.