Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راشد ګاونډیو هېوادونو ته؛ له افغان کډوالو  سره ښه چلن وکړئ

راشد ګاونډیو هېوادونو ته؛ له افغان کډوالو  سره ښه چلن وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/05

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې غړیو د رییس الوزراء له اداري مرستیال سره په کتنه کې، د کډوالو ستونزې شریکې کړې دي.

د ياد وزارت چارواکي وایي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري راشړل زيات شوي، خو په خبره یې د يادې کمېټې مسوولين د کمېسيون د مشرتابه په لارښوونه او د نورو کمېټو په مرسته بریالي شوي چې د راستنو شويو افغانانو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.

دوی له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې په زور د افغان کډوالو له راشړلو لاس واخلي او له دغو کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب اصل په پام کې نیولو سره چلن وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد وايي: « اوسمهال د جبري شړلو موضوع مطرح نه ده، یوازې هغه مهاجرین چې قانوني اسناد نه لري او د کار لپاره تللي دي، هغوی نیول کېږي او د نورو په پرتله له ایران ډېر را اړول کېږي. له پاکستان هم راځي،خو د ایران په پرتله کم دي. همدارنګه له ترکیې هم را اړول کېږي.»

راشد دغه راز وايي، تېر کال سلګونه زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې په جبري ډول را شړل شوي دي.

د راشد په خبره، راشړل شویو افغانانو ته په کور دننه  اړینې اسانتیاوې برابرې شوې او اوسمهال شاوخوا ۸ میلیون تنه افغانان په ایران، پاکستان، ترکیې او اروپایي هېوادونو کې مېشت دي.

راشد زیاتوي: « ګاونډي هېوادونو، اروپايي او نورو هېوادونو کې شاوخوا ۸ میلیون تنه مهاجران لرو چې له ډلې یې ۳ میلیونه په پاکستان کې دي، تقریبا ً۳ میلیونه هم ایران کې دي او شاوخوا نیم میلیون په ترکیه کې دي او پاتې نور په اروپايي او نورو هېوادو کې دي. ټولټال له ۷  تر ۸  میلیونو رسېږي.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې ته لارښوونه کړې چې د ژمي موسم ته په پام د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.

له دې سره سم، افغان کډوال له سرپرست حکومت غواړي چې د افغان کډوالو ستونزو د هواري لپاره د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي، ترڅو ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو له شړلو، او ځورولو لاس واخلي.

کډوال حاجي نظرمحمد وايي: « دلته ډېر زیاتې ستونزې دي، نه ېو.اېن.اېچ.سي.آر راځي، نه اتشې راځي. په آخر کې بیا هم د افغانستان له موجوده حکومت داغوښتنه لرو چې په پاکستان او ایران کې موږ ته ډېرې زیاتې ستونزې دي او باید د دې مخنیوی وشي.»

چارواکي وايي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري شړلو لپاره په تورخم، کندهار، نېمروز او هرات کې پنډغالي جوړ شوي او په کې هر ډول امکانات برابر شوي دي.

په ورته مهال، د سیاسي چارو کارپوهان  ایران، پاکستان او ترکیې کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او له چارواکو غواړي چې په کوربه هېوادونو کې یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي:« په هغو کې د ملګرو ملتونو استازی، د افغانستان، ایران او پاکستان استازي حضور ولري، ترڅو افغان مهاجرین په تدریج سره د ملګرو ملتونو په مرسته خپل هېواد ته ستانه شي.»

د يکشنبې په ورځ د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې وويل، پر جبري اخراج سربېره تېره میاشت ۹ تنه افغانان په ایران کې اعدام شوي هم دي.

د راپور له ‌مخې، په دغه هېواد کې د بندي افغانانو د اعدامېدو کچه مخ په لوړېدو ده، داسې چې  په تېرو درېیو کلونو کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist