Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د افغانانو اعدام لړۍ دوام؛ دوه نور افغانان هم په اعدام محکوم شوي

ایران کې د افغانانو اعدام لړۍ دوام؛ تېره میاشت ۹ تنه اعدام شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له کلونو راهیسې هلته  د مېشتو افغانانو پر وړاندې له هېڅ زور زیاتي دریغ نه دی کړی.

خو په دې وروستیو کې له پاکستان وروسته، ایراني چارواکو هم د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه دریځ غوره کړی او د دوی پر وړاندې یې خپل چلن په بشپړه توګه بدل کړی.

تازه د هه نګاو په نوم د ايران د بشري حقونو یوه سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، ایراني چارواکو په تېره اکټوبر میاشت کې شاوخوا ۹ تنه افغانان د قصدي وژنو او نشه ‌يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د راپور یوه برخه: « په اکټوبر میاشت کې پر ۲۲ تنو کردانو، ۲۱ ترکانو، ۱۵بلوڅانو، ۱۲لورانو، ۵عربو، ۳ ګيلکانو، ۲ترکمنانو او۹ تنو افغانانو باندې د اعدام حکم پلی شوی.»

په راپور کې دغه راز راغلي، د اعدام شویو کسانو له ډلې يې زیاتره په پټه اعدام شوي او د ځینو یې د کورنۍ غړي په جریان کې نه دې اچول شوي.

بلخوا، د د کډوالو حقونو فعالان وايي، ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې له هېڅ ډول ظلم او ناوړه چلن دریغ نه دی کړی.

دوی وايي، سرپرست حکومت دې له ایران د اعدام شویو افغانانو تر څنګ د زنداني افغانان وګړو پوښتنه هم وکړي.

د کډوالو حقونو فعال ظاهر بهاند وايي: « هره شپه او ورځ د پولیسو له لوري افغان کډوال نیول کېږي، ځورول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي. حتا داسې کسان هم نیول کېږي چې اسناد په لاس کې لري.»

د کډوالو د حقونو یو بل  فعال ګلاخان بهادري وايي: « خو له بده مرغه نه یوازې دا چې په ایران کې د افغان کډوالو حقونه خوندي نه دي بلکې له دوی سره ډېر ناوړه او غیر انساني چلن هم ترسره کېږي. په ځانګړې توګه وروستیو کې د ایراني وګړو له خوا د افغان کډوالو کورونو ته اور اچول شوی، په عام محضر کې وهل شوي، ژوبل شوي او وژل شوي دي. دغه چاره ډېره د اندېښنې وړ ده.»

ورته مهال، د سرپرست حکومت چارواکي وايي، له ایراني چارواکو سره يې په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او له هغوی يې غوښتنه کړې چې پاتې افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپاري.

د چارواکو په خبره، سرپرست حکومت په دې بریالی شوی چې د ایران له زندانو شاوخوا ۴زره بندیان آزاد کړي.

د اسلامې امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په دې تړاو موږ له ایراني لوري سره په کراتو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او دغه راز نورو اړوند ارګانونو او مسوولینو له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې او تر اوسه مو د ایراني مسوولینو په همکارۍ تر ۴ زرو پورې په ایران کې بندي افغانان را انتقال کړي او هڅې روانې دي چې په ایران کې له افغان مهاجرانو سره روان وضعیت ته تغییر ورکړو.»

د دې ترڅنګ، د ایران د پولیسو یوه قوماندان علي قاسم پور له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، له هغو افغانانو سره به قانوني چلن وشي چې په ناقانونه توګه ایران ته ورغلي.

د نوموړي  په ​​خبره، د تهران پوليس دا مهال د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو په راټولو او اړوندو مرکزونو ته يې په سپارلو بوخت دي، ترڅو افغانستان ته یې وستوي.

دغه راز قاسم پور له عامو ایرانیانو غوښتي چې له پولیسو سره د افغانانو د استوګنځایونو په اړه د مالوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist