Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر اېستلو پښیمانه نه یم

admin by admin
2021/08/11

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن  سه شنبه د «۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۹مه» سپینه ماڼۍ خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، له افغانستان د خپلو ځواکونو د اېستلو پر پرېکړه پښیمانه نه یم. 

بایډن وايي،زرګونه افغان ځواکونه مو روزلي او وخت یې دی،چې افغان مشران سره متحد او له خپل هېواد او خلکو نه دفاع وکړي.

امريکايي ولسمشر وايي، په تېرو شلو کلنو کې يې ميلياردونه ډالر مصرف کړي، افغان ځواکونه يې روزلي او تجهيز کړي او کولی شي جګړه وګټي.

بایډنه زیاته کړه:« نه، وګورئ، موږ د شلو کلونو په اوږدو کې  میلیاردونه ډالر ولګول، له ۳۰۰ زرو څخه زيات افغان ځواکونه مو وروزل او په نويو وسلو مو سمبال کړل. افغان مشران بايد سره راټول شي، زموږ زرګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تپیان شول.دوی بايد  د خپل ځان او خپل ملت لپاره جګړه وکړي.»

امريکايي ولسمشر ډاډ وښود،چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي او په وینا یې له شته امکاناتو دې د طالبانو پر وړاندې ګټه پورته کړي. 

بایډن وايي:« د امريکا متحده ايالات ټينګار کوي،چې موږ د هوايي ځواک لاسنیوي برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوو، ځان باوري کوو،چې د افغانستان هوايي ځواک فعاليت کوي،ځواکونو ته خواړه او تجهيزات رسېږي او ټول معاشونه يې ورکول کېږي او دوی بايد جګړه وکړي.»

بايډن ويلي، افغانستان اوس مهال جدي جنګي دفاع وزير لري او بايد په سياسي لحاظ دوی سره راټول شي او خپلې ستونزې حل کړي او د ځواکونو په اړه له کړې پرېکړې پښېمانه نه دی.

بايډن دا څرګندونې داسې مهال کوي،چې د هېواد پر کچه  د نهه ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي، مارشال عبدالرشيد دوستم له ولسمشر سره تر مشورو وروسته د شمال جګړې رهبري لپاره بلخ ته تللی او دا مهال له شمال سربېره د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان حکومت سختې نښتې روانې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist