Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کډوالو چارو وزارت: کابل ته د جګړو له امله ۱۷ زره کورنۍ راکډه شوي

admin by admin
2021/08/11

د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په  وروستیو دوو میاشتو کې د هېواد له ۲۵ ولایتونو ۶۰ زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي،چې زیات یې له کندهار، هلمند، فاریاب، کندز او تخار ولایتونو څخه دي.

یاد وزارت وايي، تر ټولو ډېر کډوال کابل ته راکډه شوي،چې شمیر یي ۱۷۰۰۰ ته رسیدلی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه وزارت وزی غلام بهاوالدین جیلاني بې  ځایه شویو سره پر بېړنیو مرستو ټینګار کوي او وايي، ډېر ژر به کابل کې د بې ځایه شویو لپاره یو پنډغالی هم جوړ کړي،چې د لس زره کسانو د اوسېدولو ظرفیت به ولري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر غلام بهااوالدین جیلاني وايي:« موږ کابل ښار ته څېرمه د یوه پنډغالیو جوړولو لپاره اړین تدابېر نیولي دي. دا پنډغالی، ښايي  بګرامیو او یا بل ځای کې جوړ شي. زموږ همکارانو نن په جدي ډول پيل وکړ،چې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ پورې خیمې  ودروي. له یوې دقیقې ارزونې وروسته به، هغه کسان،چې واقعا ولایتونو کې د جګړو له امله کابل ته راکډه شوي،سرپناه برابره کړو.»

د جګړې له شدت سره عامو خلکو ته د عامه خدماتو رسېدو لړۍ هم محدوده شوې او بې ځایه شویو ته یې د مرستو رسولو بهیر ځنډولی دی.

 اندېښنه دا ده،که جګړه دوام وکړي، د کډوالو شمېر به له دې هم پورته او بشري ناورین به رامنځته شي.

د سیاسي چارو شنونکی عبادالله صادق وايي:«   دواړه خواوې باید د عامو خلکو ژوند او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. که چېرې دوی دا پاملرنه نه کوي، نو دوی بیا خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.» 

کدوالو چارو وزارت له نړیوالو سازمانو د بېړنیو مرستو تر څنګ پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه وکړه .

دغه وزارت وایي، اوس مهال په هېواد کې ۵۳ زره بې ځایه شویو ته بېړنۍ مرستې رسیدلي، خو زیاتوي چې د بې ځایه کېدونکو شمېر ورځ بلې ته په لوړېدو دی او له همدې کبله ټولو ته پر وخت مرستې نه شي رسولی.

د کډوالۍ او مالي زیانونو سربېره د جګړې له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او یوازې د سور صلیب تر ملاتړ لاندې روغتیایي مرکزونو کې په تیرو نهو ورځو کې د څلور زره ملکي کسانو درملنه شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist