Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ازبېک او اروپايي چارواکو افغانستان کې د بشري ناورين پرمخنيوي خبرې کړې

ازبېک او اروپايي چارواکو افغانستان کې د بشري ناورين پرمخنيوي خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو، اروپايي ټولنې او د مختلفو هېوادونو استازو په تېرو درېیو کالو کې پرله پسې د افغانستان د روان وضعیت، ټولنیزو او سیاسي ناخوالو او اقتصادي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

تازه د ازبېکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان لپاره د ازبېکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د منځنۍ آسیا لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړې استازې تیري هاکالا سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې د بشري ناروين پرمخنيوي بحث کړی.

اعلامیه کې ویل شوي، په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د ازبېکستان او اروپا د اړیکو اوسني حالت او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې پرهڅوخبرې کړي.

د  اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ازبېکستان او اروپا د اړیکو د اوسني حالت او امکاناتو، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو، یاد هېواد ته بشري مرستو رسونې او په ترمز کې د نړیوال ټرانسپورټ او لوجسټیکي مرکز د کارولو پر امکاناتو خبرې وکړې.»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ په دې اړه وايي: « ولس هم په دې پوهېږي چې په افغانستان کې د چا لاسوهنه، که د نړۍ وي یا د سیمه ییزو هېوادونو نامشروع غوښتنې او لاسوهنه نه پرېږدي او اجازه نه ورکوي. همدارنګه دولت هم په بار بار ویلي چې موږ له هېوادونو سره سالمې اړیکې غواړو، خو چا ته اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې داسې څه ته لمن ووهي چې زموږ له دین او ولس سره په ټکر کې وي.» 

په دې کتنه کې تیري هاکالا د افغانستان په اړه د یوه متحد سیمه ییز دریځ لرل او په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره د ازبېکستان د هڅو ستاینه کړې.

د شنونکو په باور، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره په اقتصادي برخه کې اړیکې مهمې دي او د جنوبي اومرکزي آسیا د وصل لپاره بايد له يادو هېواونو سره اړيکې لا پراخې شي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « دا چې له دې وروسته د ترمز له نړیوال تجارتي مرکز څخه لا ډېر کار واخیستل شي او افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ په نښلونکي ټکي بدل شي، د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټه لري. هیله ده چې په افغانستان کې د بشري ناورینونو د مخنیوي لپاره لا ښه او ډېر ګامونه پورته شي؛ ترڅو هم د کارموندنې فرصتونه برابر شي او هم د داخلي اقتصادي ناورین لپاره مناسبه حل لاره پيدا شي.»

خو ځېنې نور بیا په دې  باور دي چې د سيمې او نړۍ هېوادونو سره د تعامل د پراختيا لپاره بايد په هغه لارو چارو غور وشي چې د دغو اړيکو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال په دې اړه وايي: « زه فکر کوم د افغانستان هغه بشري ناورین چې نړۍ پرې خبرې کوي، نړۍ ته ارزښت لري. که چېرې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ دا ستونزه حل شي، فکر کوم نه یوازې د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ به اړیکې پراخې شي، شاید پر اروپا او د سیمې پر هېوادونو هم مثبت اغېز وکړي؛ ځکه چې افغانستان یوه څلور لاره ده او د جغرافیايي جوړښت له مخې هم په اقتصادي لحاظ او هم د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په تړاو ځانګړی ارزښت لري.»

ډېرکله د نړیوالو له خوا په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنې کېږي، خو واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره سم، د افغانستان څه باندې ۹.۴ میلیارده شتمني د نړیوالو له لوري کنګل شوې چې اسلامي امارت يې د دې ناورین له اصلي عواملو بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist