Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکيه کې د تړلو دروازو ترشا پخوانیو سیاسي فعالانو غونډه کړې

ترکيه کې د تړلو دروازو ترشا پخوانیو سیاسي فعالانو غونډه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/02

له هېواده بهر د اوسني سرپرست حکومت  په مخالفت کې د سیاسي خوځښتونو او فعالانو د غونډو په دوام  وړمه ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې ځينو سیاسي فعالانو، د جمهوري نظام يوشمېر چارواکو د بندو دروازو ترشا غونډه ترسره کړې چې د دې غونډې کوربتوب حکمت خليل کرزي او ادریس زمان کاوه.

د ملي خبرو اترو بهیر لومړۍ ناسته کې ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او سیاسي ټیکاو ته د رسېدو پر وړاندې د موجوده ننګونو په لیرې کېدو او حل لارو باندې خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ټولې شته ننګونې د سیاسي خبرو له لارې حل کېدای شي، خو ټينګار کوي چې دغه خبرې دننه هېواد کې اغېزمنې تمامېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پيګیر وايي:« د افغانانو ټولې ستونزې هېواد کې دننه د سیاسي خبرو اترو له لارې حل کېدای شي. له هېواده بهر چې تر هر نوم لاندې غونډې جوړیږي هغه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.»

یوه سرچینه شمشاد ته تاییدوي، چې پدې غونډه کې له کابل څخه جعفر مهدوي او عبدالقیوم سجادي په ګډون ځينو سیاسي فعالانو هم برخه اخیستې ده.

د نړیوالو اړیکو  کارپوهان وایي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت دې د یوه منظم پلان له مخې بین الافغاني جرګه داېره کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« کومو کسانو او بنسټونو چې له افغانستان سره خیانت نه دی کړی، چور او چپاول یې نه دی ترسره کړی او په صادقانه ډول افغانستان ته خدمت کولو ته لېواله دي، باید دا زمینه برابره کړي. هغه کې د هر قشر خلک وي، مذهبي مشران، سیاسي ګوندونه او د خلکو استازي باید لاس سره ورکړي او دغو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي، ځکه تاوتریخوالی او نفاق د افغانستان د ستونزې حل نه دی او افغانستان د انزوا خوا ته وړي.» 

خو ځېنې نور بیا له هېواده بهر دا ډول غونډې د افغانستان لپاره اغېزمنې نه ګڼي او  ټینګار کوي چې د حل لاره د افغانانو ترمنځ ډیالوګ دی او د افغانستان دننه دې د ستونزو او ننګونو حل لپاره د سرپرست حکومت له چارواکو سره بحثونه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« همدا ښاغلي چې په استانبول، واشنګټن او لندن کې سره جرګې کوي، پټې خبرې او معاملې کوي، بیا هېواد ته د پردیو جګړو راوړل غواړي. موږ افغانان په کلکه باندې د هر نوع جګړې، د هر چا له لوري چې وي، مخالفت کوو. د حل لاره د افغانانو ترمنځ ډیالوګ د افغانستان په جغرافیه کې یو د بل په منلو باندې، یو د بل په اورېدلو باندې او له خپل هېواد سره مسوولانه چلن په پایله کې کېدی شي او بس. »

که څه هم اسلامي امارت د استانبول غونډې په تړاو څه نه وايي، خو له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، افغانان د نورو هېوادونو په نسخه جوړ شوی حکومت نه‌ مني.

نوموړي همداراز  د هېواد له سیاسي څېرو غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او په خبره یې په هېواد کې سوله او ټيکاو د افغانانو په یووالي کې نغښتی او اوس د ټولو مسوولیت دی چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره پر ګډه کار وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist