قطر کې د سولې تګلارې په جوړولو خبرې شوي.
په قطر کې له طالبانو سره د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد دویمه ناسته هم وشوه.
طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي؛ ناسته کې د طالب بندیانو تبادله او د افغان سولې لپاره د یوه روښانه میکانیزم پر جوړولو خبرې وشوې.
طالبان ادعا لري چې سولې ته چمتو دي، خو په دې شرط چې بهرني ځواکونه ووځي او نوی نظام رامنځته شي.
د سولي عالي شورا هم هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دا ناسته به مثبتې پایلې ورکړي او طالبان به له افغان حکومت سره مذاکراتو ته چمتو شي.
د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د دویمې ناستې خبر وروسته له هغې خپریږي چې طالبانو په مسکو کې هم د سولې په تړاو د دویمې غونډې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
سیاسي شنونکي وايي د دواړو لورو دا ناستې د افغان سولې د دایمي ټينګښت لپاره یو ښه زیری دی.