Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لویډ اسټن: د پاکستان پوځ باید د وسله والو پټنځایونه پر نښه کړي

admin by admin
2021/08/11

د امریکا متحده ایالتو  دفاع وزیر لیویډ اسټن  سه شبنه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۹ مه» د پاکستان لوی درستیز جاوید قمر باجوه سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

 د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، اسټن په ټیلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي،چې د طالبانو خوندي ځایونه هدف وګرځوي.

 کربي وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي لامل د پاکستان تر حاکمیت لاندې سېمو کې د طالبانو پټنځایونه دي،چې باید پر نښه او لمنځه ولاړ شي.

کربي زیاته کړه:«موږ باور لرو،چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان ترحاکمیت لاندې خاوره کې د طالبانو د خوندي ځایونو شتون له امله ده. موږ په دې کې هېڅ متردد نه یو،چې د یادې موضوع په تړاو د پاکستان له مشرتابه سره هم خبرې وکړو.»

کربي وايي یاد خوندي ځایونه نه یوازې د افغانستان لپاره ګواښ دی،بلکې له پاکستان او د پاکستان له خلکو هم قرباني اخېستلی شي.

 د هغه په خبره،موږ ټول دا  ګډ مسوولیت لرو، تر څو د یادو خوندي ځایونو د له منځه وړلو په برخه کې یې ادا کړو.

کربي زیاته کړه:« موږ دې ته متوجه یو،چې له یادې سیمې راپیدا کیدونکې ترهګرې ډلې له پاکستان او د پاکستان له خلک هم قرباني اخېستی شي. دا زموږ ګډ مسوولیت دی، تر څو اجازه ورنه کړو،چې یاد پټنځایونه د نورو طالبانو او ترهګرو له خوا وکارول شي او بې اتفاقي رامنځته کړي.»

له دې وړاندې افغان ولسمشر هم پر پاکستان تور پوری کړی و،چې له ډیورنډ فرضي کرښې  تر لس زره جنګیالي افغانستان ته را اوښتي او له طالبانو سره یو ځای د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

که څه هم له کلونو راپدېخوا د افغانستان پر ګاونډي پاکستان باندې تورونه دي، چې په خپله خاوره کې یې طالبانو او وسله‌والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او مالي ملاتړ یې کوي،خو دا ظاهرا لومړی ځل دی،چې امریکا په مستقیم ډول پاکستان ته ګوتڅنډنه کوي،چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د طالبانو پټنځایونه له منځه یوسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist