باوري سرچېنو شمشاد ته ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نن سهار د کندهار ښار اتمې حوزې اړوند ډنډ چوک، د شپږمې حوزې اسمان سالون او جمیل مېنه او پنځلسمې حوزو سیمو کې جګړې پيل شوي دي.
تر دې د مه په دغو جګړو کې ۴۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار میرویس روغتون چارواکي وايي، تر اوسه د ښار له بیلا بیلو برخو دوی ته ۴۷ ټپي ملکي کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ور وړل شوي دي.
د روغتیايي سرچېنو په خبره، له همدې تازه جګړو د دوه ملکي وګړو جسدونه هم ور وړل شوي دي.
طالبانو بیا ادعا کړې، چې د نن سهار په جګړو کې یې پرمختګ کړی، خو د کندهار سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې ادعا په تړاو خپل رسمي دریځ نه دی ښودلی.