Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شکیب: د افغاني توکو پر مخ  د لارو تړل د کابل – اسلام آباد اړیکې خرابوي

شکیب: د افغاني توکو پر مخ  د لارو تړل د کابل – اسلام آباد اړیکې خرابوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/31

په پاکستان کې د افغانستان سفارست سرپرست د اسلام آباد د سیمه ‌ییزو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، فرصتونو او ستونزو خبرې کړې.

سردار محمد شکيب وایي، د افغان صادراتو پر مخ وخت ناوخت د لارو بندول، د تعرفو ناڅاپي لوړول، د باروړونکو موټرو غیر ضروري ارزونې او د وېزو په برخه کې شته ستونزې د دواوړ هېوادونو پر اړيکو ناسم اغېز کړی.

شکیب زیاته کړې:« ما د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي اړیکو خبرې وکړې او ومې ویل چې د لارو وخت ناوخت بندېدل، تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیر ضروري ارزونې، د پاکستان د وېزو صدور په برخه کې شته ستونزې او د پاکستاني لوري اړوند اقدامات پر دې اړیکو منفي اغیزې کوي چې زیان یې نه یوازې دواړو حکومتونو بلکې د کرښې په دواړو غاړو کې مېشتو خلکو ته هم رسېږي.»

شکیب وايي، افغانستان له خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د سیمه ‌يیزو پروژو د پلي کولو له لارې کولی شي سيمه ‌ييز پيوستون رامنځته کړي.

د شکیب په خبره، د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې نا امني پر افغانستان او ټوله سیمه منفي اغېز لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي.

هغه په دې اړه وايي:« زه ویلی شم چې پاکستان کې نا امني پر افغانستان او ټوله سیمه منفي اثر لري او افغانستان هېڅکله هم په خپل ګاونډ کې جګړه نه غواړي؛ بلکې اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي او هڅه کوي چې ټوله سیمه سره رانږدې کړي. دغه راز د پاکستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي، دا کار به د ټولو پر ګټه وي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، سرپرست حکومت له ټولو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او زیاتوي چې اسلام آباد او کابل دې خپلې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې حل او فصل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « په حکومتدارۍ کې د خپل ستراتيژيک عمق د پلي کولو لپاره یې پر کډوالو د فشار راوړلو او په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو رسېدلو پرمهال د پولو تړلو امر کړی. زه هیله لرم هر ډول تقابل چې لري، د خبرو اترو له لارې ورته حل لاره پيدا کړي نه پر افغانستان د بحران تپلو له لارې.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « تر هغو چې پاکستان د افغانستان په نوم جغرافیې پر وړاندې خپله ستراتیژي بدله نه کړي، موږ دایمي ستونزې لرلې او لرو به یې.»

پاکستان په سيمه کې د افغانستان يوازینی ګاونډی هېواد دی چې تل د افغانستان پر وړاندې له دوه مخې پالېسۍ پر ګټنې تورن شوی او ان د ورته تورونو په اساس پر پاکستان نيوکې دي چې په سيمه کې د خپلو اهدافو د تعقيب لپار ترهګري روزي او تمويل یې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist