د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده وايي، د هاوان مرمۍ نن غرمه شا او خوا ۱۲ بجې د غزني ښار اړوند کلا سبز سیمه کې لګېدلې او ۲۱ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

جمعه زاده زیاتوي، چې مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې، چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټبیان شوي دي.

هغه وايي، ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.