د فراه والي احمد مسعود بختور وايي، د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له پرون شپې راهیسې جګړه روانه ده.
بختور وایي، تر اوسه امنیتي ځواکونو کلک مقاومت کړی او طالبان نه دي توانېدلي، چې ښارته ننوځي.
والي مني، چې طالبان ښارته نژدې سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
له پرون شپې راهیسېد فراه مرکزي روغتون ته د یوې ښځې مړی او ١٦ ټپیان انتقال شوي دي.
د فراه عامي روغتیا ریس داکتر عبدالجبار شایق وایي، ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نظامیان شامل دي.
بل پلو طالبان ادعا کوي، چې جنګیالي یې فراه ښارته داخل شوي دي.