Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر پاکستان بندیز ولګوئ، هشټګ ته په خواله رسنیو کې پراخ کمپاین پيل شوی

admin by admin
2021/08/10

په افغانستان او د نړۍ په یو شمېر هغو هېوادونو کې،چې افغانان په کې ژوند کوي، پر خواله رسنیو یې پر”پاکستان بندیز ولګوئ ” د هشټګ په کاروولو سره پراخ کمپاین پیل  کړی دی. 

لسګونه زره کسانو پر ټویټر، فېسبوک، او انسټاګرام غږ پورته کړی دی،چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او نړیوال دې پاکستان منزوي کړي. 

هشټګ کې له نړيوالو غوښتنه ده،چې پر پاکستان دې بنديزونه ولګول شي.

د  هشټګ یو تن  کاروونکی امید حیران وايي: «  ډېری افغانانو دغه بهیر ته انعکاس ورکړی دی. دا یو مدني اعتراض دی. پر ملګرو ملتونو غږ کوو،چې پر پاکستان بندیز ولګوي.» 

دا هشټګ يو خودجوشه پاڅون دی،چې  د حکومت يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو سربېره  د پښتون ژغورنې غورځنګ  مشر په ګډون نورو غړو هم کارولی دی.

دغه راز یو شمېر کسانو بیا  د امريکا ولسمشر جو بايډن او نورو چارواکو ته کمنټونو کې دا هشټګ کارولی دی.

د هشټګ یو تن کاروونکی اجمل غروال  وايي:«   د ټکنالوژۍ  وخت دی.په اوس وخت کې هشټګ کارونه ډېره اړینه بولم. یوازنۍ لاره،چې موږ او تاسو کولای شو، خپل غږ تر نړیوالو ورسوو، همدا هشټګ کارونه ده.» 

په چټکۍ سره دغه هشټګ عام او د ټولنيزو رسنيو يې پاڼې يې ډکې کړې، په لومړيو څو ساعتونو کې تر يو ميليون زياتو کسانو دا هشټګ کمنټ کړی او سلګونو زرو نورو پوسټ او يا ټويټ کړی وو. 

پر خواله رسنیو پر پاکستان بندیز ولګوئ، له کمپاین وړاندې، په افغان خواله رسنیو کې د افغان  امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ د ‘الله اکبر ‘ نارې کپماین هم شوی وو. 

څو ورځې پرله پسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې خلک لارو او کوڅو ته ووتل او ځینې د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د الله اکبر نارې په ویلو سره یې د افغان امنیتي او دفاعي  ځواکونو ملاتړ وکړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist