Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا سفارت: طالبان د برېدونو پر دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای

admin by admin
2021/08/09

په کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی او پر لویو ښارونو د طالبانو ډله ییز برېدونه غندي او وايي، طالبان نه شي کولای د برېدونو پر دوام نړیوال مشروعيت تر لاسه کړي او نه يې دا چاره مشروعیت ته نږدې کولائ شي.

د خبرپاڼې یوه برخه: «که طالبان غواړي چې نړيوال مشروعیت تر لاسه کړي، دوامداره بريدونه نه شي کولائ، چې دوی دې هيلې ته نږدې کړي. دوی بايد خپله انرژي سولې پروسې ته ځانګړې کړي، نه نظامي کمپاین او د جنګ دوام ته.» 

سفارت ويلي، ولسمشر بايډن د افغان ځواکونو پرر وړتیاوو ډاډه دی او کولی شي چې له خپل هېواد ساتنه او دفاع وکړي.

 د  خبرپاڼې یوه برخه: «ولسمشر جوبايډن احساس کوي او ويلي یې دي چې افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونو ښه روزنه ليدلې، ښه سمبال دي او شمېر یې هم زيات دی، چې بريا تر لاسه کړي. اوس د مديريت او نيت وخت دی، چې د طالبانو بريدونو او د روان تاوتريخوالي پر وړاندې ترې کار واخيستل شي.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او ورسره مل پلاوی ايران ته تللی او د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یې بحثونو کې د افغانستان په اړه هم  خبرې کړي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف ويلي، نړيوال بايد  د افغان سولې پروسې برخه کې قوي دريځ ولري او روان تاوتريخوالی وغندي.

ظریف زیاته کړې: «نړيواله ټولنه بايد افغانستان کې د سياسي حل ملاتړ لپاره قوي دريځ خپل کړي. په  افغانستان کې روان تاوتريخوالی او بدې پايلې يې باید وغندي.»

کابل کې د امريکا سفارت او ايراني چارواکي داسې مهال په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او د جګړې پر ځای د سولې خبرو په بیا پيل کولو ټینګار کوي، چې په تېرو درې ورځو کې د پنځه ولایتونو ښارونو سقوط کړی او په ۱۵  نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist