د سوک وهنې نړیوال اتل محمدعلي کلي مېرمن وايي، غواړي په کابل ښار کې یو ورزشي سټېدیوم جوړ کړي.
خلیله علي چې تازه افغانستان ته راغلې، د المپیک ملي کمېټې له چارواکو سره يې په لیدنه کې ویلي، غواړي افغان مېرمنو او ماشومانو ته د غوره زده کړو او ورزش په برخو کې مرستې هم راجلب کړي.
هغې په دې اړه وویل: « زه دلته راغلې یمه چې د سټېډیوم د جوړولو ترڅنګ، افغان ماشومانو او په ځانګړي ډول زده کوونکو ته د غوره زده کړو او ښوونیز چاپېریال په برابرولو کې مرستې راجلب کړم. موږ دغه کار د خپل خیریه بنسټ له لارې په نورو بېلابېلو هېوادونو کې هم ترسره کوو.»
بل پلو د المپیک ملي کمېټې چارواکي د دې پروژې د عملي چارو پیل کېدو ته هیله من دي، خصوصي سکټور، نړیوالو سازمانونو او هغو هېوادونو ته چې د ورته سپورټي پروژو په برخه کې لېوالتیا لري، د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
د دغې کمېټې مرستیال احمد جان ځدراڼ خلیلې علي او ورسره مل پلاوي ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، هرڅوک او شرکت چې افغانستان کې پر ورزشي زیربناوو پانګونه کوي، دوی یې ملاتړ ته چمتو دي.
ځدراڼ څرګنده کړه: « د ورزش ادارې په استازیتوب موږ عطا امین، نورو اشخاصو او شخصي شرکتونو ته یو ډاډ ورکولی شو چې زموږ اداره خپلې ځمکې لري او هغو کسانو او شرکتونو ته یې په واک کې ورکوو چې غواړي لوبغالی یا سټېدیوم جوړ کړي. دا چې دوی زموږ ملاتړ کوي، موږ هم د دوی حمایت ته چمتو یو او له دوی سره اوږه پر اوږه ولاړ یو.»
ټاکل شوې ده، چې د پېروزي په نوم دغه ورزشي سټېډیوم په ۵۵ جرېبه ځمکه کې د کابل ښار د تاج بیک تپې په سیمه کې جوړ شي.