Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسي او بحریني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسي او بحریني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې او بحرين له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره کتلي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،  کتنه کې يادو سوداګرو او پانګوالو په افغانستان کې د کان کېندلو، هوايي چلن، امنیت او مسلکي کادرونو د روزنې ترڅنګ په روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

همدا راز خبرپاڼه کې د بحرین او روسیې پانګوالو له خولې ویل شوي چې  په افغانستان کې د پانګونې شرایطو او له پانګوالو د سرپرست حکومت ملاتړ په اړه پر ډاډ ورکولو سربېره، بهر مېشتي افغان پانګوال او شرکتونه هم هڅول شوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي:« د افغانستان اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته  اړینې اسانتیاوې رامنځته کوي او دغه راز یې وویل چې په تېرو درېیو کالو کې د کانونو استخراج او د درمل جوړولو  کارخونو ترڅنګ د بندونو جوړولو، د لویو لارو او سړکونو جوړولو په برخه کې بېلابېلې پروژې عملا ً پیل شوې دي چې په دې سره زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د یادو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو له لوري پانګونه مهمه او حیاتي بولي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د صنعت او کرنې سکټورونو لپاره هم بهرني پانګوال افغانستان ته را جذب کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زه فکر کوم چې موږ په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې د جذبولو ستر ظرفیتونه لرو؛ خو د سیمې او ګاونډ ډېری هېوادونه د کانونو په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا لري. نو، زه فکر کوم، که چېرې حکومت وکولی شي د صنعت، خدماتي سکټور او دغه راز کرنې په برخه کې پانګوال راجذب کړي، بېله شکه چې دا کار کولی شي لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د  ا قتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « که چېرې زموږ او تاسې حکومت غواړي چې د افغانستان اقتصاد په کم وخت کې پر پښو ودرېږي، نو اړینه ده چې له زیاتره نورو هېوادونو سره هم په دې برخه کې قراردادونه وکړي. دا کار به زموږ هېواد رسمیت پېژندلو ته هم ور نږدې کړي او همدارنګه د افغانستان اقتصاد به په کم وخت کې په پښو ودرېږي.»

 بحریني او روسي پانګوالو سره په کتنه کې د رییس‌ الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا ویلي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغانستان په اقتصادي برخه کې مهم پرمختګونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist