Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې جګړه؛ د امریکا بیا ښکیلتیا اندېښنې زیاتې کړي

admin by admin
2021/08/09

د طالبانو له لوري د لسګونه ولسوالیو له سقوط وروسته پر یو شمېر لویو ښارونو د طالبانو ډله ییزو‌ بریدونو د امریکا ولسمشر جو بایډن اړ کړ،چې د طالبانو د ځپلو په موخه د بي۵۲ الوتکو پرمټ د هوايي بریدونه پيل کولو امر وکړي او سمدستي  امریکايي  ځواکونو، په جوزجان، هلمند، زابل او کندهار کې د طالبانو مرکزونه او ډلې په‌ نښه کړې.

د جو بایډن له لوري د هوايي بریدونو د بیا پیل کولو امر، بیا پر کور دننه د ملکي تلفاتو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي پر دې باور دي،چې دغه بمبارۍ به یو ځل بیا ۲۰۰۱ کال تکرار کړي او د تولنیز بحران لامل به شي.

د سیاسي تحلیل کوونکی آصف ننګ وايي:« که د جګړې د بندیدو اساسي حل ونه لټول شي. دا خرابیانې به کمې او زیاتې ورسره شتون ولري. ښارونو ته د جګړو په  رارسېدو سره به د ملکي کسانو تلفات زیات شي،ځکه ملکي کسان د ځان لپاره سپر نه لري. دوی د خوندیتوب لپاره ځای نه لري. » 

د سولې له مزاکراتو وروسته د نړیوالو خاموشۍ دې ته زمینه برابره کړه،چې طالبان جګړه زیاته کړي او د شااوخوا ۲۳۰ولسوالیو په نیولو بریالي شي. 

تحلیل کوونکي پرر دې باور دي،چې امریکا دې د بي ۵۲ الوتکو د بمبارونو پر ځای د طالبانو  کمزوري کولو او  د ملکي کسانو د خوندیتوی لپاره بدیله لاره ولټوي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی یوسف امین ځاځی وايي:« د هرې نوعې سقیلې وسلې کارول دلته د ملکي کسانو د مرګ ژوبل لامل کېږي. دوی باید نور تدابېر غوره کړي،ترڅو دښمن کمزوری کړی او دې ته یې اړ کړي،چې سولې ته غاړه کېږدي. » 

په شااوخوا دوه ویشتو ولسوالیو کې د جګړې شدت عام خلک ډېر ځپلي،چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

 پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت جګړه ځپلو ته د مرستو پر رسولو ټینګار کوي او وايي، جګړې شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ بې ځایه کړي،چې له دې ډلې یې ۵۱ زره کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسول شوي او نورو ته به یې هم ورسوي.

د یاد وزارت ویاند عبدلسمیع زرربي وايي:« زموږ لپاره نا امني یوه لویه ننګونه ده،چې د مرستو پروسه یې ټکنۍ کړې. هغه سېمې چې ناامنه دي او یا د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي،که چېرې کومه پېښه طبیعي او یا  غیر طبیعي په کې رامنځته کېږي،موږ تر خپلې وسې پورې هڅه کوو،چې بشري مرستې ورته ورسوو. خو که چېرې موږ بیا هم نه بریالي کېږو، بیا د مرستندویه ملي او نړیوالو موسسو،چې د بشري مرستو برخه کې کار کوي، د هغوی  له  لارې خپل هېوادوال چې هره سیمه کې وي،  د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې نېسو.»

د ملکي تلفاتو په برخه کې اندېښنې داسې مهال زیاتېږي،چې هره ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي،خو د جګړې یو لوری هم د ملکي تلفاتو مسوولیت نه مني. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist